د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوري یاغیانو د روزنې پروگرام دروي


آشتن کارتر وایي چې متحده ایالات به خپله زیاته پاملرنه د کردانو او نورو ځواکونو سره گډ کار ته واړوي
آشتن کارتر وایي چې متحده ایالات به خپله زیاته پاملرنه د کردانو او نورو ځواکونو سره گډ کار ته واړوي

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره غواړي په داسې حال کې د سوري یاغیانو لپاره د تجهیز او روزنې د ٥٠٠ میلیونو ډالرو پروگرام پای ته ورسوي چې په دې هیواد کې جگړې زور اخیستی دی.

د متحده ایالاتو حکومت د جمعې په ورځ وویل چې په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د هر ډول ځمکنیو محاربوي ځواکونو د غښتلتیا لپاره د هغوی جدي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر آشتن کارتر وایي چې جمهور رئیس براک اوباما به ډیر ژر د سوریې د یاغیانو سره د ملاتړ په برخې کې د واشنګټن په پالیسۍ کې غټ بدلون راولي.

ښاغلي کارتر په لندن کې د خپل برتانوي سیال مایکل فالون سره په گډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د یاغیانو د ملاتړ لپاره ښاغلي اوباما نوي وړاندیزونه او لارښوونې برابرې کړې دي چې ډیر ژر به یې اعلان کړي.

هغه وویل چې متحده ایالات به خپله زیاته پاملرنه د کردانو او نورو ځواکونو سره گډ کار ته واړوي.

د دفاع وزیر آشټن کارتر همدرانګه وایي چې د روسیې د هغو شپږ ویشتو کروز توغندیو نه چې د کسپین د بحیرې نه یې په سوریې توغولي دي، څلور یې د ایران په خاورې کې لګیدلي دي.

ښاغلی کارتر د امریکا لومړنی چارواکی دی چې د روسیې د کروز توغنديو په اړه تبصره کوي او وایي ددې نه معلومیږي چې دا توغندي دقیق هدف نشي ویشتلی.

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د یو لوړپوړي مقام په وینا لیکلي چې له دې وروسته به د میانه روه سوري یاغیانو د استخدام پروگرام شتون ونه لري چې په اردن، سعودي عربستان او یا متحده عربي اماراتو کې وروزل شي.

له بلې خوا په سوریې کې جګړو پداسې حال کې زور اخیستي چې ایران ویلي دي د سپاه پاسداران یو جګپوړی قوماندان جنرال حسین حمیدیان هم د سوریې د حلب د ښار په څنډو کې وژل شوی دی، خو دا نده معلومه چې آیا هغه د اسلامي دولت د جنګیالیو لخوا وژل شوی که کومې بلې وسله والې ډلې وژلی دی.

سره لدې چې روسیه او نور ګڼ شمیر هیوادونه په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش په ډلې هوایي بمبارۍ کوي، خو دغې ډلې پرون د حلب په ښار کې د نورو وسله والو ډلو نه ګڼ شمیر کلي او سیمې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG