د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا جام سیالۍ سبا پیلیږي، د افغانستان لوبه په دوشنبې ده


دا ځل د آسیا جام په سالیو کې شپږ لوبډلې برخه لري.
دا ځل د آسیا جام په سالیو کې شپږ لوبډلې برخه لري.

په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام د ۲۰۱۸ کال سیالۍ سبا (شنبې – سپټمبر ۱۵) پیلیږي. لومړنۍ لوبه د سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو تر منځ ده. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د دوشنبې په ورځ د سریلانکا سره کوي.

د افغانستان لوبډله تقریباً دوه اوونۍ کیږي چې په عربي متحده اماراتو کې ده او د لوبو لپاره چمتوالی نیسي. د لوبډلې کپتان اصغر افغان مطبوعاتو ته ویلي دي چې افغانستان " دا ځل د آسیا جام سیالیو ته یوازې د لوبو لپاره ندی تللی بلکه هڅه به یې دا وي چې ښه کرکټ وکړي."

ښاغلي افغان پخپلو خبرو کې پدې ټینګار وکړ چې افغان لوبغاړو د نړۍ په غټو لیګونو کې لوبې کړي او د همدې تجربې پر مټ به وکړی شي چې ښې لوبې وکړي.

د افغانستان دویمه لوبه د سپټمبر په شلمې د بنګله دیش سره ده. دا به دویم ځل وي چې افغانستان د آسیا جام په سیالیو کې د بنګله دیش سره مخامخ کیږي. افغانستان په لومړي ځل کې په ۲۰۱۴ کال بنګله دیش ته د آسیا جام په سیالیو کې ماتې ورکړله چې لوبې هم په بنګله دیش کې کیدلې.

د افغانستان سره په بي ګروپ کې سریلانکا او بنګله دیش لوبډلې دي. هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه دوه لوبې کوي او د دیم پړاو لپاره باید په ګروپ کې لومړی او دویم مقام وګټي.

د الف په ګروپ کې بیا هند، پاکستان او هانګ کانګ دی. هانګ کانګ پدې جام کې یوازینی هیواد چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نلري او نه هم د یو ورځنیو نړیوالو لوبو حق لري خو د کرکټ نړیوالې شورا پریکړه کړې چې د آسیا جام ټولې سیالۍ به د یو ورځنیو نړیوالو لوبو حیثیت ولري.

د کرکټ نړیوال مبصرین پدې باور دي چې افغانستان دا ځل د تیزو توپ اچونکو پر ځای تر ډیره حده په ورو توپ اچونکو اتکا کړې. دوي وایي چې د یو واقعي تیز توپ اچونکي نشتون ښایي چې د افغانستان کمزوري اوسي او مقابلې لوبډلې به ددې فرصت نه ګټه واخلي.

دا دویم ځل دی چې افغانستان د آسیا جام د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا جام په سالیو کې برخه واخیسته چې په بنګله دیش کې وې.

د آسیا جام سیالۍ د لومړۍ ځل لپاره په۱۹۸۴ میلادي کال کې وشولې. هند شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه ځلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG