د لاس رسي وړ اتصالات

آسیا کې به سږ کال اقتصادي پرمختګ ثابت وي


پانګه اچونکي په بنګاک کې د سټاک مارکیټ له نږدې څاري
پانګه اچونکي په بنګاک کې د سټاک مارکیټ له نږدې څاري

د ملګرو ملتونو د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي چې په آسیایي هیوادونو کې روان اقتصادي پرمختګ په سږ کال پخپل حال پاتې وي. د ملګرو ملتونو د سیمه ایز اقتصاد او ټولنیزو چارو کمیسون وایي چې د امریکا په مشرۍ د آرام سمندر د هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ تړون یا (TPP) او په آسیایي هیوادونو کې د چین د پانګې اچونې بانک (AIIB) به د سیمې په پرمختګ کې مهم نقش ولري.

د آسیا آرام سمندر ځیني هیوادونه چې یو وخت یې په اقتصادي لحاظ زیات پرمختګ کړی و، په چین او اروپایي هیوادونو کې د پڅو اقتصادي پرمختګونو له وجې د ستونزو سره مخ دي.

د آسیایي او آرام سمندر د هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ایز اقتصاد او ټولنیزو چارو کمیسون پخپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې سږ کال او راتلونکی کال به پدغو هیوادونو کې اقتصادي پرمختګ یو شان یانې شپږ په سلو کې وي.

د دې ادارې اجرائیوي مشره، شمشاد اختر وایي چې د جاپان اقتصادي وضعیت د ښه کیدو په حال کې دی او په چین کې هم اقتصادي پرمختګ دوامداره دی. میرمن اختر وایي چې دا دواړه د سیمې لپاره ښه زیري دي:


" د آسیا په شمال او ختیځ کې پرمختګ د جاپان د اقتصادي حالت د ښه کیدو له وجې دی او مونږ هیله لرو چې دا کار به اقتصادي پرمختګ نور هم قوي کړي. په چین کې هم د پانګې اچونې پر ځای اوس منابع په داخلي مصرفونو او د پراختیایي خدمتونو په سکتور کې په کار اچول کیږي، دغه کار پخپل ذات کې د اقتصادي چارو د موازینې لپاره خورا زیات اړین دی. "

خو رپوټ وایي چې د مرکزي آسیا او شمالي آسیا د هیوادونو په برخې کې بیا څو اندیښنه موجوده ده ځکه چې دغه هیوادونه د روسیې په فدارسیون متکي دي. په روسیې کې د تیلو بیې ډیرې ټیتې شوې او همدرنګه په یوکراین کې د جګړې پر سر او د کریمیا د سیمې د نښلولو په خاطر پرې اقتصادي بندیزونه لګول شویدي.

د ملګرو ملتونو د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي چې پدې سیمو کې به پرمختګ 2.9 فیصده کم شي او بل کال به یو فیصد نور هم ټیټ شي.

میرمن شمشاد اختر وایي چې د آسیا د آرام سمندر د هیوادونو ستونزې به د هغه سوداګریز تړون له برکته حل شي چې امریکا یې ملاتړ کوي. دغه تړون د آسیا د آرام سمندر د همکارۍ تړون نومیږي. میرمن اختر وایي چې د دې سیمې په پرمختګ کې د چین په مشرۍ په آسیایي هیوادونو کې د پانګې اچونې بانک هم ډیر رول لري.

" زما په نظر د آسیا د آرام سمندر د همکارۍ تړون به په اوږدمهال کې ډیرې مثبتې نتیجې ولري ځکه چې دا تړون د سوداګرۍ په اړه دی، په پانګې اچونې کې آزادي پکې ده، د راکړې ورکړې قرارادادونه پکې آزاد او شفاف دي. او بله دا چې د دې تړون مادې پراخه دي او ټولو ته پکې برخه ورکړل شویده.

د ملګرو ملتونو په سروې کې همدرانګه معلومه شویده، چې اوس په نړۍ کې شدیده لوږه کمه شویده خو د مخ پر ودې هیوادونو په ځینو کلیوالو سیمو کې لا هم د بې روزګارۍ د زیاتیدو نښې نښانې لیدل شویدي. سروې وایي چې په یو شمیر هیوادونو کې بیا پرمختګ په غیرې متوازن ډول دی.

XS
SM
MD
LG