د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیایي هیوادونو مشرانو افغانستان سره د همکارۍ هوډ وکړ


د اقتصادي همکاري سازمان د مشرانو غونډه په ترکمنستان کې وشوه.
د اقتصادي همکاري سازمان د مشرانو غونډه په ترکمنستان کې وشوه.

د آسیایي هیوادونو مشرانو په ترکمنستان کې یکشنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) د اقتصادي همکارۍ د سازمان په غونډې کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ افغانستان سره د همکارۍ ژمنې وکړلې.

پدې سازمان کې چې ترکیه، ایران، پاکستان، افغانستان او د پخواني شوري اتحاد ۶ هیوادونه یې غړي دي د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو او په سیمه کې د تګ راتګ د نویو دهلیزونو جوړولو ژمنې وشولې.

دغو مشرانو په غونډې کې پداسې حال کې په افغانستان کې د وضعیت په هکله اندیښنې څرګندې شوې او د ثبات په برخه کې د همکارۍ ژمنې وشولې.

په غونډې کې د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي په افغانستان کې د اقتصادي او مالي سقوط د ګواښ په هکله وویل چې اسلامي نړۍ باید د بحران د مخنیوي لپاره ګډې هلې ځلې وکړي چې د هغه په قول د ګډوډۍ او شخړې سبب کیږي.

علوي وویل، " د سیمې هیوادونه باید ژر تر ژره د افغانستان د اقتصاد په بیارغونې کې همکاري وکړي، روغتیایي او تعلیم نظام سره دې همکاري وکړي او بشري مرستي دې وکړي".

د پاکستان جمهور رئیس پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل چې په افغانستان کې ثبات د زیربنایي پروژ تطبیق ته اجازه ورکوي چې کارونه یې ډیره موده کیږي په ټپه ولاړ دي. پدې پرژو کې د اورګاډي پټلۍ، د ګازو نل لیکه او بریښنا ده چې د سیمې هیوادونه سره نښلوي.

د اقتصادي همکارۍ د مشرانو پدې غونډې کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف هم ټینګار وکړ چې دغه زیربنایي پروژې د سیمې د هیوادونو تر منځ د ډیرې همکارۍ لپاره زمینه برابروي، بهرني هیوادونه پانګې اچولو ته هڅوي چې ګټه به یې نه یوازې افغانستان بلکې ګاونډیو هیوادونو ته هم ورسیږي.

په غونډې کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب ارودوغان هم برخه اخیستې وه. ښاغلي اردوغان د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې اقتصادي سقوط به په پراخه توګه د مهاجرت سبب شي چې په ټولې سیمې به اغیز وکړي.

جمهور رئیس اردوغان وویل چې د ترکیې د بشري مرستو ډلو د افغانستان ولس ته د بشري مرستو د رسولو لپاره هلې ځلې ډیرې کړي.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي هم د افغانستان سره د همکارۍ غږ وکړ او زیاته یې کړه چې دغه هیواد د خوراکي او سون مودو تر څنګ مالي همکارۍ ته پداسې حال کې اړتیا لري چې د ژمي موسم پیلیدونکی دی.

XS
SM
MD
LG