د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره لس نوي روغتونونه جوړیږي


په افغانستان کې اوس مهال د کرونا د ویروس د درملنې لپاره څلور روغتونونه پرانیستي دي
په افغانستان کې اوس مهال د کرونا د ویروس د درملنې لپاره څلور روغتونونه پرانیستي دي

د اسیايي پرمختايي بانک په مالي ملاتړ په افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره لسو نوو روغتونونو جوړولو او ورته د طبي سامانونو چمتو کولو تړونونه پرون په ارګ کې لاسلیک شول.

دغه تړونونه چهارشنبه سپټمبر ۲ ( سنبلې ۱۲) د عامې روغتیا وزارت، روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو ایج او"، د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف او د ملي انکشاف د کور جوړولو د تصدۍ د چارواکو ترمنځ د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شول.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو روغتونونو د جوړولو هدف د کرونا وبا پر وړاندې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ او په افغانستان کې د کروناویروس پر وړاندې د وقایوي اقداماتو او د دغې ناروغۍ د تشخیص په برخو کې د ظرفیتونو لوړل دي.

په افغانستان کې د اسیايي پرمختايي بانک رئیس نارندر سنګرو ویلي، چې دا بانک په موثر ډول د دغې پروژې تطبیق ته ژمن دی.

نارندر سنګرو ویلي: "په پنځه میاشتو کې د لسو روغتونونو جوړول یو سخت کار دی، خو کوم ظرفیت او همکاري، چې شته دا روغتونونه به جوړ شي".

افغان حکومت په داسې حال کې د اسیايي پرمختایي بانک په مرسته دا روغتونونه جوړوي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس مثبتې پیښې مخ په کمیدو دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا د ویروس د ټولو مشکوکو معاینه شوو پیښو مثبتې پایلې ۱۲ فیصده دي، خو لا هم په دغه هیواد کې د کرونا ناروغي تر کنټرول لاندې نه ده راغلې.

د جمهو رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ څپه په ښه ډول مدیریت شوې، خو د غې وبا دوهمه څپه لا هم د دغه هیواد خلکو ته یو ګواښ را ولاړولی شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري امریکا غږ اشنا ته وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا د ویروس د تشخیص او درملنې په برخو کې ۵۴ دولتي روغتونونه د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي.

میرمن جعفري وویل: "د دغو له ډلې ۱۹ روغتونونه په کابل او دوه په هرات کې فعالیت کوي او په نورو ولایتونو کې یو یو مرکز فعالیت لري".

د دولتي روغتونو سربیره له لسو زیات خصوصي روغتونونه او لابراتوارونه هم د کرونا د ویروس د تشخیص او درملنې په برخه کې فعالیت کوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه په خصوصي روغتونونو او لابراتوارونو کې د کرونا د ویروس لس زره شپږ سوه مشکوکې پيښې معاینه شوي، چې ۲۴۳ یې مثبتې وي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په خصوصي روغتونونو کې د کرونا د ویروس د مشکوکو پیښو د معاینې مثبتې پایلې درې فیصدو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG