د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د پروستات عملیات وکړل


ښاغلی غني وايي چې د سه شنبې په ماښام عملیات شوی دی
ښاغلی غني وايي چې د سه شنبې په ماښام عملیات شوی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي ‌چې په کابل کې یې د پروستات عملیات په کامیابۍ سره تېر شول.

ښاغلي غني په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا عملیات یې د سه شنبې په ماښام اپریل ۶ (وري۱۷) په کابل کې د «شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د دغه روغتون د مجربو ډاکترانو له خوا» شوي‌ دي.

ښاغلي غني‌ د روغتون د ډاکټرانو څخه مننه کړې چې کامیاب عملیات یې ترسره کړل.

د ولسمشر په ټویټر کې ویل شوي‌ نه دي ‌چې اوس د ولسمشر صحت څنګه دی. دا هم معلومه نه ده چې ولسمشر له څومره وخت راهېسې د پروستات ناروغي‌لرله.

ډاکټران وايي پروستات یو ډول غده او غوټه ده چې د عمر په تېرېدو سره غټیږي او د انسان د متیازو (باولې) لاره بندوي او مشکلات پیدا کوي. یوه ستونزه دا زېږوي چې انسان ډېرو متیازو (باولو) کولو ته اړ باسي.

ولسمشر غني شاوخوا ۷۱ کال عمر لري.

په افغانستان کې معمولآ دا ډول عملیات د خیټې د څېرې کولو له لارې کیږي، خو معلومه نه ده چې د ولسمشر غني عملیات څه ډول شوي‌دي.

البته به ځینو پرمختللو هېوادونو کې د خیټې له څېرې کولو پرته هم دا ډول عملیاتونه کیږي.

د نورو پرمختللیو هېوادونو په پرتله، افغانستان هومره مجهز روغتونونو او ډېر مسلکي ډاکټران نلري. یو شمېر عادي افغانان د پیچلیو عملیاتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، خو ولسمشر غني په کابل کې دننه عملیات وکړل.

XS
SM
MD
LG