د لاس رسي وړ اتصالات

د ویکي لیکس مؤسس امریکا ته د سپارل کېدو غوښتنه رسماً رد کړه 


 امریکايي څارنوالان په اتلسو قضیو کې پر اسانچ دوسیه لري چې له کبله یې د ویکي لیکس مؤسس د ۱۷۵ کالو لپاره زنداني کیدای شي
 امریکايي څارنوالان په اتلسو قضیو کې پر اسانچ دوسیه لري چې له کبله یې د ویکي لیکس مؤسس د ۱۷۵ کالو لپاره زنداني کیدای شي

په لندن کې یوې محکمې امریکا ته د ويکي لیکس د مؤسس جولیان اسانج د سپارلو په اړه د دوشنبې په ورځ، سپټمبر ۷مه، غونډه وکړه.

په غونډه کې د اسانج مدافع وکیلان او د امریکا د حکومت استازي د خپلو دلایلو د وړاندې کولو لپاره حاضر وو.

د اسوشېټډ خبري آژانس خبر ورکړی چې اسانج نن رسماً امریکا ته د خپل سپارل کېدو غوښتنه رد کړه. اسانج په خټه اسټرالیایی دی او ۴۹ کاله عمر لري. هغه له نږدې یو نیم کال راپدې خوا د بریتانیا په یوه محبس کې زنداني دي.

امریکا غواړي چې اسانج د افغانستان او عراق په اړه د محرمو اسنادو د افشا کېدو په خاطر، محاکمه کړي.

امریکايي څارنوالان په اتلسو قضیو کې پر اسانچ دوسیه لري چې له کبله یې د ویکي لیکس مؤسس د ۱۷۵ کالو لپاره زنداني کیدای شي.

امریکايي چارواکو تور پوری کړی چې اسانج د یوې دسیسې په ترڅ کې د امریکا د پوځي استخباراتو له یوې څېړونکې چېلسیا منېنګ سره په ګډه د امریکا د دفاع وزارت د کمپیوټرونو د هک کولو هڅه کړې او د افغانستان او عراق د جګړو په اړه یې سلګونه زره محرم دېپلوماتیک لیکونه او پوځي اسناد خپاره کړي دي.

د امریکا څارنوالانو د جون په میاشت کې د جرم یوه بله قضیه ثبت کړې او ویلي دي چې اسانج د هکرانو له سازمانونو سره په ګډه د یو شمېر هکرانو د ګمارولو هڅه کړې چې ويکي لیکس ته محرم معلومات راټول کړي.

د اسانج وکیلان وایي چې محاکمه د سیاسي انګېزو له مخې روانه ده او دا به د بیان آزادي ختمه او خبریالان به په نړۍ کې له خطر سره مخامخ کړي.

دوي اسانج یو خبریال بولي او وایي چې خپاره شوي اسناد د امریکايي پوځیانو ناوړه کړنې افشا کړې.

د خبریالانو د ملاتړ ادارو او د بشري حقونو مرکزونو له برېټانیا غوښتي چې د اسانج د سپارلو غوښتنه رد کړي. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې اسانج په "لوړه سطحه د امریکايي چارواکو د منفي عامه کمپاین هدف ګرځېدلی دی".

XS
SM
MD
LG