د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې وزیري کډوال بشري مرستې غواړي


ډبلیو اف پي وايي له تېرو شاوخو اتو میاشتو راهیسې یې څه باندې ۸زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره خوراکي او نورو توکو مرسته کړې.
ډبلیو اف پي وايي له تېرو شاوخو اتو میاشتو راهیسې یې څه باندې ۸زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره خوراکي او نورو توکو مرسته کړې.

په افغانستان کې میشت وزیري کډوال د مرستو پر بهیر نیوکې لري او وايي له ټولو سره یو شان چلند نه کیږي.

په خوست ولایت کې لسګونو وزيرستاني کډوالو د يوې احتجاجي غونډه پرمهال له نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو د لا ډېرو مرستو او د کېدوونکو مرستو د منظم وېش غوښتنه وکړه.

د شمالي وزیرستان دغه کډوال ادعا کوي، چې د مرستو د وېش پرمهال د مرستندويه ادارو له لوري د ګمارل شويو مسوولينو د غفلت او غيرمنظم وېش له امله اړو کورنيو ته سمې مرستې نه رسېږي.

يو کډولا ګل امير وايي "ځينو خلکو ته لرګي، کمپلې او بخارۍ ورسېدې. ګربزو ولسوالۍ او مرکز ته رسېدلي دي. تڼي، عليشير، مندوزي او لکڼ پاتې دي. ټولو ته بايد ورسېږي، ځکه ټول ورته اړتيا لري".

د اعتراض په توګه دغو راټولو شويو وزيرستاني کډوالو له افغان حکومت او نړيوالو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل، چې مرستې د يوه منظم وېش له مخې لومړی پر هغو کورنيو ووېشي، چې تر نورو ډېرې اړمنې دي.

دوو نورو کډوالو امريکا غږ ته وويل چې د دوی غوښتنه دا ده ده چې په سم ډول مرستې ور ورسول شي.

په همدې حال کې ومو غوښتل، چې په خوست کې د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو د مسوولينو او دغه راز د افغان چارواکو غبرګون هم واخلو، خو له هڅو سره، سره مو کوم ځواب ترلاسه نه شو کړای.

مګر د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي امريکاغږ ته وويل، چې ياده شوې ستونزه به پر افغان حکومت سربېره د کډوالو له مسوولو ادارو سره شريکه او په ګډه به ورته د هواري يوه لار ومومي. هغه وايي " موږ د کډوالو چارو رئيس، ځينو ولسوالانو او د کډوالو چارو له نړيوالې ادارې سره خبرې کوو او انشاالله ستونزه به هواره شي. "

هغه مهال، چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد پوځي عمليات وکړل، خوست او پکتيکا تر ۲ سوه زره ډېرو کډوالو پناه راوړې.

په پکتيکا کې دغه کډوال، په برمل، نکه او ارګون ولسواليو کې مېشت دي. همدارنګه د خوست د ګربزو د ګلان پر کمپ سربېره په مرکز، سپېره، تڼي، عليشېر او اسماعيل خېلو ولسواليو کې خواره واره پراته دي.

د مرستو بندیدل

په کابل کې د خوړو نړیوال سازمان وايي چې ډېر ژر به له هغو اړمنو کورنیو سره د مرستو رسولو لړۍ پای ته ورسیږي، په کابل کې په کمپونو کې اوسیږي.

د خوړو نړیوال سازمان وايي په ژمي کې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو په لړ کې یې له شاوخوا اتو زرو بې ځایه شویو کورنیو سره یې مرسته کړې ده، خو وايي چې په پام کې ده دغه لړۍ تر را روانې یوې اونۍ پورې پای ته ورسیږي.

د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني د امریکا غږ اشنا ته وویل " له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې مو په کابل کې د ژمي په سوړ موسم کې په ۵۲ کمپونو کې ۸۰۱۶ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکو او ځینو نورو اړینو توکو مرسته کړې ده، خو دغه لړۍ به په څو ورځو کې پای ته ورسیږي."

د ښاغلي اماني په خبره، اړمنو کورنیو سره د مرستو رسولو د لړۍ بندول په دې مانا نه دي چې بیا به له دغو کورنیو سره هېڅ مرسته نه کیږي، بلکې د سږ کال ژمي لپاره ټاکل شوې مرستې همدومره وې.

دغه مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یو اس اې آې دي) له لورې ورکړل شوې وې، چې ډبلیو اف پي ووېشلې.

ښاغلی اماني وايي پر دې سربېره یې د هېواد په ۴۶ هغو لېرو پرتو ولسوالیو کې هم له خلکو سره مرستې کړي چې، سختو واورو یې لارې بندې کړي او خوراکي توکو ته یې لاسرسی محدود شوی و.

د خوړو نړیوال سازمان وايي هر کال په دغه موسم کې له زرګونو بې ځایه شویو او اړمنو افغان کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته کوي.

په همدې حال کې د کابل په پنډغالو کې ډېرۍ بې ځایه شوې کورنۍ شکایت لري چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او پر حکومت نیوکه کوي چې له دوی سره یې پام وړ مرسته نه ده کړې.

د کابل په کمپونو کې تر ډېره د جنوبي ولایتونو او ځینو نورو هغو سیمو بې ځایه شوې کورنۍ اوسیږي، چې د جنګ جګړو او ځینو نورو ستونزو له کبله یې پپلې سیمې پرېښي دي.

په دغو کمپونو کې تېر او وړم کال د سخت ژمي او واورو له کبله، لسګونه ماشومان هم مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG