د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د موټر په ټکر کې ۱۲ مهاجر وژل شوي 


د ترکیې په ختیځ کې د یکشنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) یو بس موټر ټکر کړی دی چې افغان، پاکستاني او بنګله دیشي مهاجر یې لیږدول.

د ترکیې محلي مقاماتو ویلي چې پدې پیښه کې ۱۲ تنه مهاجر وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

دوو محلي منابعو د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دغه پیښه د ایران سره په پوله د ترکیې د وان ایالت په مرادیه ولسوالۍ کې رامنځته شوې او موټر په یو خندق کې له لویدلو وروسته اور اخیستی دی.

په پیښه کې د وژل شویو مهاجر هویت سمدستي ندی په ډاګه شوی، خو دغو دوو منابعو آزانس ته ویلي دي چې د بس مالک نیول شوی او بندي شوی دی.

ترکیه اروپا ته د مهاجرو د تګ ترانزیتي لار ده. د ایران، افغانستان او پاکستان مهاجر په پرله پسې توګه د ایران له پولې څخه ترکیې ته پلي رااوړي او بیا له هغه ځایه استانبول او انقرې ته مخه کوي.

په ترکیه کې دا مهال شاوخوا څلور میلیون کډوال ژوند کوي چې اکثریت یې د سوریې دي. د کډوالو ډېره برخه د کار کولو قانوني‌ اجازه نلري. زیات شمیر دغو مهاجرو غیر رسمي کارونه کول، خو د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېر کاروبارونه وتړل شول او ډېر خلک بې روزکاره شول.

د ترکیې څخه اکثر مهاجر د سختو سمندري لارو یونان ته مخه کوي او بیا هڅه کوي چې ځانونه د ختیخې اروپا له لارې لویدیخې اروپا ته ورسوي. په یونان کې هم مهاجر په سختو شرایطو کې په منزوي کمپونو کې ژوند کوي او دا هیوا اکثر بې اسنادو مهاجر بیرته ترکیې ته لیږي.

څه موده وړاندې د اروپايي ټولنې کمېشنرې اورزلا وون درلاین په یو خبري کنفرانس کې د ترکیې سره د نورو مرستو ژمنه وکړه.او وویل چې اروپايي ټولنه به شاوخوا ۳.۶ میلیارد نور ډالر هم بیلوي چې تر ۲۰۲۴ پورې په ترکیه کې د کډوالو سره مرسته وشي. نوموړې وویل چې دا پېسې به د اروپايي ټولنې له بودیجې څخه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG