د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ په هوایي عملیاتو کې "٢٠ملکي وگړي وژل شوي"


د افغان ملي پوځ سرتیري په کونړ ولایت کې
د افغان ملي پوځ سرتیري په کونړ ولایت کې

د رویترز اژانس د کونړ ولایت د محلي مقاماتو له قوله ویلي دي چې د دغه ولایت د شلتن ولسوالۍ په عملیاتو کې لږ تر لږه ٢٠ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړي عبدالطیف فضلي رویترز اژانس ته ویلي چې په عملیاتو کې اته ښځې او ١٢ ماشومان وژل شوي دي او د هغه په وینا ١٥ تنه نور ملکي وگړي ټپیان شوي دي.

تیره ورځ افغان امنیتي قواو د امریکا غږ ته ویلي وو چې د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جمعې په شپه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په سونو کلي کې د وسله والو مخالفینو پرضد شپني عملیات کړي وو چې د دوی په وینا په کې د القاعده او طالبانو نژدې ۴٠ تنه جنگیالي وژل شوي دي.

د رویترز اژانس د کونړ د والي عبدالستار میرزکوال له خولې لیکلي چې پدغو عملیاتو کې د القاعده شبکې څلور غړي، ابوحمزه، عمرالبدر، یاسین، عاصم او همداشان د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان شریف معاویه په ګډون ٣٨ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

ښاغلی میرزکوال وایي "مونږ پدې خبر یو چې پدغه عملیاتو کې د ماشومانو او ښځو په گډون څو تنه ملکي وگړي وژل شوي دي". هغه زیاتوي چې د پیښې د څیړنې لپاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.

د ناټو د قاطع ماموریت یوې ویاندې ویلي چې د کونړ ددغې پیښې پر وخت هوایي حملې دغه ماموریت ندي کړي، خو د افغانستان د دفاع وزارت ددغې پیښې په هکله سمدستي کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG