د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا کې د ملیشو تر منځ په جګړو کې ۲۳ تنه وژل شوي


د لیبیا په پایتخت طرابلس کې شنبه اګست ۲۷ (وږي۵) د ملیشو تر منځ په خونړۍ جګړې کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپي شویدي.

د دې هیواد د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ملیشو تر منځ جګړه دومره شدیده وه چې څه باندې ۶۴ کورنۍ اړ شوې خپلې سیمې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

په لیبیا کې سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په لومړي سر کې د هیثم تاجوري په مشرۍ د طرابلس د انقلابیانو د لوا په نامه ملیشو د عبدالغني ال کیلي د ملیشو سره جګړه پیل کړله چې مشهور جنګسالار دی او وروسته د ملیشو نورې ډلې هم پکې راګډې شوې او جګړه د پایتخت بیلا بیلو برخو ته خپره شوه.

د صدراعظم عبدالحمید دبیبه حکومت چې مرکز یې په طرابلس کی دی ادعا کوي چې جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د ملیشو یوې ډلې په بلې ډلې ډزې پیل کړلې خو دا یې ندي ویلي چې دا ډزې ولې شویدي.

داسې ویل کیږي چې دا جګړه ډیر احتمال شته د صدراعظم دبیبه او د دې هیواد د بل صدراعظم فتحي باشاغا تر منځ د واک پر سر د روان جنجال له کبله وي.

ښاغلی باشاغا د سرط په ساحلي ښار کې فعالیت لري.

په لیبیا کې د دواړو صدراعظمانو سره د ملیشو لخوا ملاتړ کیږي خو ښاغلي باشاغا پدې تیرو څو اوونیو کې خپل ملاتړي راټولول او کوښښ یې کاوه چې پایتخت طرابلس ته راشي او خپل سیال له مخې لیرې کاندي.

باشاغا د مې په میاشت کې هم کوښښ کړی و چې په طرابلس کې خپل حکومت جوړ کړي خو د جګړو له کبله مجبور شو چې پایتخت پریږدي.

په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې د ناټو د ملاتړ څخه برخمنو پاڅونوالو پخوانی دیکتاتور معمر قذافي رژیم له واکه لیرې او وروسته وواژه، په پراخه توګه ګډوډۍ پیل شوې.

خو پدې تیرو دوو کالونو کې پدې هیواد کې یو څه آرامي وه.

دې تازه شخړو یو ځل بیا د خلکو ژوند نا ارام کړی. د لیبیا د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ملیشو تر منځ په تازه جګړو کې روغتیایي مرکزونه او روغتونونه په توغندیو ویشتل شوي او ملیشو د امبولانسونو مامورین دېته ندي پریښي چې په جګړې کې ټپي شوي عام خلک د سیمې څخه وباسي چې دا جنګي جنایت بلل کیدی شي.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې د ملیشو تر منځ په جګړو کې د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی او د طرابلس په شاوخوا کې هغه سیمې هم په توغندیو ویشتل شوي چې عام خلک پکې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG