د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش کې سمندري توپان په لسګونو خلک وژلي


د بنګله دیش چارواکي وايي په دغه هېواد کې د یوه سمندري توپان له امله د مړو شمېر له ۲۴ اوښتی دی او شاوخوا اته میلیونه خلکو ته د برېښنا لیږد پرې شوی دی.

د بنګله دیش حکومتي چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳) د "سیترنګ" په نوم سمندري توپان د بنګله دیش ساحلي سیمې لاندې کړې، شاوخوا لس زره کورونو ته زیان اوښتی، له ۶۰۰۰ هکتاره زیاتې کرهنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ شوي او په زرګونو د کبانو فارمونه له منځه تللي دي.

د بنګلدیش یونایټډ خبري آژانس ویلي چې د سمندر د سطحې د لوړېدو په نتیجه کې د بهولا ساحلي سیمې شاوخوا ۲۰ زره خلک په اوبو کې ایسار شوي دي.

دا توپان د بنګال په خلیج کې رامنځته شوی و او ساحل ته له رارسېدو وړاندې د بنګلدېش چارواکو د دوشنبې په ورځ په سلګونو زره اوسېدونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړل. سخت باران هم د بنګلدیش په جنوبي او جنوب لویدیځو برخو کې د سیلابونو راوتلو لامل شوی دی.

د سه شنبې په ماسپښین ددغه سمندري توپان شدت راکم شو او د باد شدت په ساعت کې ۸۵ کیلومترو ته رسېده. د بنګلدېش په پلازمینه ډاکه کې د موسم د اټکل ادارې ډاډ ورکړی دی چې ددغه توپان شدت پای ته رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په دې توپان کې د بهاسان چار ټاپو او کاکس بازار سیمې ته زیان ندی اوښتی چیرې چې له یو میلیون زیات روهنګیا کډوال مېشت دی.

په سلګونو زره روهنګیا مسلمانان په ۲۰۱۷ کال کې په میانمار کې، چیرې چې بودایان اکثریت دي، له "تصفیوي عملیاتو" څخه د خلاصون دپاره ګاونډي هېواد بنګله دیش ته تښتېدلي وو. د میانمار امنیتي ځواکونه پر ښځو باندې د جنسي تیري، وژنو او د زرګونو روهنګیایانو د کورونو په سوځولو تورن شوي وو.

XS
SM
MD
LG