د لاس رسي وړ اتصالات

مصر کې د پولیسو په ودانۍ کې اور لګېدلی او لسګونه کسان ژوبل شوي


د مصر په اسماعیلیه کې د پولیسو مرکزي دفتر اور اخیستی.
د مصر په اسماعیلیه کې د پولیسو مرکزي دفتر اور اخیستی.

د مصر د روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ اکتوبر دوهمه (تلې ۱۰) وویل د دغه هېواد د اسماعیلیه ښار کې د پولیسو په مرکزي دفتر کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا، سهار د لمر ختلو وړاندې د اور لګېدو پر وخت، دا ګڼ پوړیزه ودانۍ له پولیسو ډکه وه. خو په سمدستي توګه په پېښه کې د خلکو د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

یو شمیر کسانو د ودانۍ له کړکیو ځانونه اچولي، ځکه چې سیمې ته د اور وژونکو په رارسېدو کې یو ساعت وخت لګېدلی و. سیمې ته د اور وژنې موټر او امبولانسونه په داسې حال کې رسېدلي چې دغه څو پوړیزه ودانۍ په بشپړ ډول اور په سر اخیستې وه.

د لمر ختلو په مهال ودانۍ په ایرو بدله شوې وه او د اطفایې کارکوونکو نور ودانیو ته د اور د غځېدو د مخنیوي دپاره د ودانۍ پر سکروټو او ایرو اوبه شیندلې.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ودانۍ په کړکیو کې خلک بند پاتې دي او د مرستې غوښته کوي.

د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده، چیرته چې د فرانس پرس د خبریال په وینا، د لویو موټرو په مرسته په ودانۍ کې د بند پاتې کسانو د ایستلو هڅه کېدله.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، د کورنیو چارو وزیر محمود توفیق د دې اور د لګېدو د لاملونو د معلومولو او د "ساختماني خوندیتوب بیاکتنې" په اړه د پلټنو امر کړی دی.

چارواکو نه دي ویلي چې د اور لګېدو پر مهال په ودانۍ کې څومره پولیس او بندیان موجود وو.

د فرانس پرس د راپور له مخې، په مصر کې د اور لګېدو د مخنیوي تدابیر په جدي توګه نه پلي کیږي او له همدې کبله په دغه هېواد کې مرګانۍ اورلګېدنې له دې وړاندې هم پېښې شوي دي.

د ۲۰۲۲ په اګست کې، د بریښنا د شارټۍ له کبله د مصر د پایتخت قاهرې په یوې کلیسا کې د اور لګېدو ۴۱ عبادت کونکي ووژل.

د ۲۰۲۱ په مارچ کې په قاهره کې د ټوکرانو په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شول. په ۲۰۲۰ کال کې هم د مصر په یو روغتون کې اور لګېدو ۱۴ کسان وژلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG