د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په قومي شخړو کې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي- پوځ


پولیسو ویلي چې د امنیت ساتلو لپاره یې د پوځ څخه هم مرسته غوښتې.
پولیسو ویلي چې د امنیت ساتلو لپاره یې د پوځ څخه هم مرسته غوښتې.

د هند پوځ نن یکشنبه مۍ اوومه (غوايي۱۷) وویل چې د دغه هېواد د مانیپور په ایالت کې د قومي او توکمیزې شخړې له کبله تر دې دمه شاوخوا ۵۴ تنه وژل شوي دي.

په دغه ایالت کې تېره اوونۍ د یو قوم له مظاهرو وروسته تاوتریخوالی پیل شوی دی چې تر دمه یې له کبله شاوخوا ۲۳۰۰۰ خلک بېځایه شوي دي. مقامات وايي چې بېځایه شوي کسان یې په یو پوځي مرکز کې ځای په ځای کړي دي.

په تاوتریخوالي کې یو شمېر کورونه او موټرونه هم سوځول شوي او چارواکو د ښکېلو غاړو د خواره واره کولو لپاره اوښلن ګاز شېندلی دی.

د هند حکومت وايي د پوځ زرګونه سرتېري یې دغه ایالت استولي او په یو لړ حساسو او فوق العاده قضیو کې یې په ډزو د هغو خلکو د وېشتلو امر ورته کړی چې په خشونت لاس پورې کوي. مقاماتو په دغه ایالت په تګ راتګ هم بندیز لګولی دی او انټرنټي خدمات یې هم بند کړي دي.

د هند پوځ د مانیپور په ایالت کې د بې پیلوټه الوتکو او هلیکوپترونو په مرسته هوايي څار هم پیل کړی دی.

د کوکي قوم دا نه مني چې د میتي قوم په دغه ایالت کې اکثریت دی. د قومي سهمیو او وېش په اساس، په تحصلي بورسونو، حکومتي دندو او دا ډول نورو امکاناتو کې د اکثریت لرونکي قوم ونډه زیاته وي.

د کوکي قوم ځینې خلک ادعا کوي چې د نورو قومونو خلک ورسره تبعیض کوي او هرچېرې یې چې ګوري په نښه کوي یې او په خبره یې پولیس هم ورسره ښه چلند نکوي.

د هند شمال ختیځه برخه له پخوا راهېسې د توکمیزې او قومي شخړې او بیلتون غوښتونکو د فعالیتونو شاهده ده، چې هند څخه بیلتون او ډېره خپلواکي غواړي.

له ۱۹۵۰ کال راپدیخوا د مانیپور په ایالت کې په دا ډول تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۵۰زره خلک وژل شوي دي. په وروستیو کلونو کې په دغه ایالت کې تاوتریخوالی لږ کم شوی و، ځکه چې بېلا بېلو قومي ډلو له حکومت سره تړونونه لاسلیک کړي وو.

د مانیپور ایالت د پولیسو مشر خبرداری ورکړی چې بلواګرو د پولیسو د څو مرکزونو څخه وسلې او مهمات پټ کړي او تیره شپه په سیمه کې وضعیت جدي ښودل شوی.

سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې تر دې د مه د ۵۴ کسانو مړي مرده خانو ته وړل شوي او ښایي د وژل شویو او ټپي شويو شمیر لوړ شي ځکه لا هم چارواکي یو شمیر سیمو ته په ورتګ کې کامیاب شوي ندي.

د مانیپور د پولیسو عمومي مشر پي ډونګل خبریالانو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې وضعیت یو څه آرام کړی او د پوځ ګزمې هم سیمې ته رسیدلي چې د پولیسو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.


د مانیپور ایالت حکومت او امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د مرګ ژوبلې ارقام ندي اعلان کړي خو د هند د قانون وزیر کیرن ریجیجو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د تشدد په پیښو کې ډیر کسان وژل شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي. د مانیپور په ایالت کې قومي ډلې د میتي ټولنې د غوښتنې په خلاف مظاهرې کوي. دا قوم په ایالت کې اکثریت دی او غواړي چې د هند په اساسي قانون کې د رسمي قوم په توګه وپیژندل شي.

د هند د قانون له مخې که یو قوم په اساسي قانون کې وپیژندل شي په حکومتي دندو او کالجونو کې د داخلې اخیستو لپاره ورته ځانګړې ونډه ورکول کیږي. حکومت پدې کار سره غواړي چې په تشکیلاتو کې د نابرابرۍ او تبعیض مخه ونیسي.

مانیپور د هند په شمال لویدیځ کې لیرې پروت ایالت دی چې د نور هند سره د تګ راتګ لپاره یوازې نرۍ لارې لري. پدې ایالت څو لسیزې کیږي چې قومي شخړې دي او بیلتون غوښتونکي ډلې هم پکې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG