د لاس رسي وړ اتصالات

نیپال کې الوتکه غورځېدلې او لږ تر لږه ۶۷ کسان مړه شوي


په نیپال کې چارواکي وایي لږ تر لږه ۶۷ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوې نیپالۍ الوتکې چې ۷۲ کسان پکې سپاره وو، د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) د پوخارا تفریحي ښار په یو نوي جوړ شوي هوایي ډګر کې د کښته کېدو په وخت کې په یوې درې کې سقوط وکړ.

د نیپان پوځي چارواکو فرانس پرس ته ویلي چې د ۲۹ کسانو جسدونه یې موندلي او ۳۳ نور د پیښې په ځای کې پاتې دي.

د ژغورنې عملې ویلي پېښه د نوي نړیوال هوایي ډګر څه ناڅه یونیم کیلومتره لرې وشوه. د الوتکې د غورځېدلو اصلي علت تر اوسه ندی معلوم شوی.

الوتکې د پلازمینې کتمندو نه پوخارا ښار ته پرواز کاوه چې له یو غر سره یې ټکر وکړ. چارواکو ویلي د پیښې اکثره قربانیان نیپالیان دي او پکې کې د الوتکې څلور عمله، او د پنځو هندي اتباعو، څلور روسانو او دوو کوریایانو په ګډون ۱۵ بهرنیان هم شامل دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې پیښې په ځای کې د غورځېدلې الوتکې ټوټې شاوخوا پرتې دي، اور یې اخیستی او لوګي ورڅخه پورته کیږي.

XS
SM
MD
LG