د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو د ملاتړ ډله: د ایران مظاهرو کې له ۹۲ زیات کسان وژل شوي


په ایران کې د بشري حقونو د ملاتړ یوې ډلې د یکشنبې په ورځ، اکتوبر دوهمه (تلې لسمه)، وویل چې ددغه هېواد د "اخلاقي امنیت" پولیسو په قید کې د وژل شوي کردۍ مېرمن مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د پیل شویو مظاهرو د ځپلو دپاره د امنیتي ځواکونو په اقداماتو کې لږ تر لږه ۹۲ کسان وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ایران په جنوب ختیځ کې، د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې، په نښتو کې د ۴۱ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بشري حقونو د ملاتړ دې ناروې میشتې ډلې د سیمییزو سرچینو په حواله ویلي دي چې دا مرګ ژوبله وروسته له هغه پېښه شوه چې ځايي خلکو د ایراني پولیسو یو قومندان د بلوڅ اقلیت پر یوې کم عمره نجلۍ په جنسي تیري تورن کړ او په مظاهره یې لاس پورې کړ.

د شنبې په ورځ په ایران کې د روانو مظاهرو دریمه اونۍ پېل شوه او ددغه هېواد په کرد میشتو سیمو کې د سختو مظاهرو او اخ و ډب خبرونه خپاره شول.

دا په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې د حکومت پر وړاندې تر ټولو سترې مظاهرې ګڼل شوي دي.

د ایران د لاریون کوونکو د ملاتړ دپاره په واشنګټن ډي سي برسیره، په پاریس، لندن او د هسپانیې او استرالیا په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې شوي دي.

د شنبې په ورځ، په واشنګټن ډي سي کې د ایران د حکومت پر وړاندې په مظاهره کې امریکا میشتو ایرانیانو شمعې بلې کړې.

ایراني الاصله مظاهره کوونکو چې د ایران بېرغونه یې د ځان سره لېږدول او ځېنو یې د ایران بېرغونه پخپلو مخونو رسم کړي وو، په لندن کې هم مظاهرې کړي.

د هسپانیې پلازمینه مادرید ښار هم د ایراني مظاهره کوونکو په پلوۍ د لاریون کوربه وو.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې د تهران، اصفهان، رشت او شیراز په ګډون د ایران په لویو ښارونو کې لاریونونه شوي دي.

د تهران په سوداګریزه سیمه کي د حکومت ضد مظاهره چیانو عمومي سرک د کټارو په واسطه تړلی و او "که موږ متحد نه شو نو موږ به یو په بل پسې ووژل شو" شعارونه يې ورکول.

په ټویټر کې خپاره شوي بیانونه وايي چې د تهران پوهنتون محصلینو هم په لاریون لاس پورې کړی او د فارس نیمه دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه پوهنتون ته نږدې څلورلاري کې یو شمېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

په ایران کې دا لاریونونه د سپتمبر په ۱۷ مه د مهسا امیني د جنازې له مراسمو څخه پیل شول او د هېواد ۳۱ ولایتونو ته وغځېدل، چې تر اوسه د ایران د ټولنې ټولو طبقو، د قومي او مذهبي لږکیو پکې برخه اخیستې او ډیرو یې د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه يي د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د حکومت له خوا د مظاهرو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله تر اوسه لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايي چې لسګونه د بشري حقونو فعالان، محصلین او هنرمندان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG