د خیبر پښتونخوا ایالت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تورخم ته نږدې په خیبر کې د غر د یوې برخې د ښویدلو په پیښه کې لږ تر لږه دوه افغانان مړه شوي دي.
د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر د سیمې د ژغورنې د ادارې ویاند مقصود عالم د امریکا غږ ډیوې ته ویلي، چې د سه شنبې د ورځې سهار وختي اپریل ۱۸ ( حمل ۲۹) شاوخوا درې بجې د خیبر د ژغورنې ادارې ته د تورخم په یو کیلو مټرۍ کې د غر د ښویدلو د پیښې خبر ورکړل شوی و.
هغه وويل، په تورخم کې افغانستان ته تلوونکي لاره درې لینه لري، چې لارۍ او کانټینر لرونکي لارۍ پرې ولاړې وې. تیره شپه ورباندې دپاسه د غر یوه برخه راپریوتې ده، چې د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو له مخې د ۵۰ او ۸۰ ترمنځ لارۍ د غره د ډبرو او خټو لاندې شوي دي.
ښاغلي مقصود عالم وویل، چې دا ډبرې او خټې شاوخوا سلو مترو په ساحه کې د غره د نړیدلې برخې څخه په دغه سیمه پریوتي دي.
ښاغلي مقصود عالم وویل، چې د غره د ښویدو له امله پنځه موټرو اور اخیستی و ، چې د ژغورنې د عملې له خوا اور مړ شوی دی.
سیمه ییز چارواکي اټکل کوي، چې د دیرشو او څلویښتو تنو پورې کسان به د غره د ډبرو او خټو په وجه ایسار شوي وي. خو چارواکي وايي دا شمیر یو اټکلي شمیر دی او کیدای شي په کې تغیر راشي.
ښاغلي مقصود عالم امریکا غږ ډیوې ته د سه شنبې د ورځې په سهار ویلي، چې سهار پورې اته کسان ژغورل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه وویل، چې په سیمه کې د نورو کسانو د ژغورلو کار دوام لري. د ژغورنې د ادارې دغه چارواکی وايي، چې ددې پیښې وروسته د تورخم لار هم تړل شوې ده.
د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې اوس مهال په سیمه کې د سلو پورې د ژغورنې کارکوونکي د خټو او ډبرو لاندې ګیر شویو کسانو د ایستلو لپاره هڅې کوي.
د رویټرز خبري اژانس سیمه ییزو چارواکو له قوله د تورخم سرحد سره نږدې د غره د ښوویېدو په پېښه کې لږترلږه د دوو افغانانو مړینه تائیده کړې ده.
سیمه ییزو چارواکو اندیښنه ښودلې، چې ممکن لسګونه نور کسان به د ډبرو او خټو لاندې شویو لاریو کې بند پاتې وي
د خیبر سیمې د کمېشنر مرستیال عبدالناصرخان رویټرز آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې څه باندې شل لارۍ یا په بشپړ او یا یې ځینې برخې د غره د ډبرو او خټولاندې شوې دي
عبدالناصرخان ویلي، چې د دې احتمال شته چې ددې پیښې د مرګ ژوبلې شمېرنور هم زیات شي