د لاس رسي وړ اتصالات

نور: له ارګ سره مو اختلافات حل شول


د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، چې د دغه ولایت د څوکۍ په اړه د ارګ او جمعیت تر منځ اختلافات ختم شوي او دواړه خواوې هوکړې ته رسیدلې دي.

ښاغلي نور چې د چهارشنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د نورو د جشن په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د دغې هوکړې جزئیات به ډیر ژر له خلکو سره شریک شي.

هغه زیاته کړه چې د بلخ د ولایت څوکۍ لپاره یې درې تنه حکومت ته معرفي کړي او له دې ډلې چې هر یو مقرر شي له عطامحمد نور څخه به کم نه وي.

هغه وویل "د اسلامي جمعیت او د ملي یووالي حکومت ترمنځ له رامنځ ته شویو ستونزو وروسته، د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره یو لړ هڅې وشوې... د دواړو خواو ترمنځ څو پړاوه مذاکرات وشول او د اسلامي جمعیت او د هغه د متحدینو د غوښتنو پر سر بحثونه وشول او په اکثرو مواردو کې یې توافق شوی دی".

ښاغلي نور د ارګ او جمعیت تر منځ د شوې هوکړې د جزئیاتو په اړه څه و نه ویل، خو زیاته یې کړه چې دی د دغو مذاکراتو له نتایجو څخه هرکلی کوي.

د بلخ پخواني والي وویل، چې د شوې هوکړې له عملي کیدو وروسته به نوموړی د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتوالی ونیسي.

ښاغلي نور دغه راز په دندې باندې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق پر پاتې کیدو ټینګار وکړ او د جنرال عبدالرشید دوستم د ستونزې د هواري له امله یې له ولسمشر محمداشرف غني څخه مننه وکړه.

د نوروز جشن

نن د ۱۳۹۷ کال د حمل میاشتې لومړۍ نیټه او د نوروز د جشن ورځ ده.

په افغانستان کې د دغې ورځې د لمانځلو لپاره تر ټولو لویه غونډه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې، حضرت علي کرم‌الله وجهه ته په منسوب شوې روضه کې جوړه شوې وه، چې په کې د جنډې پورته کولو مراسم هم ترسره شول.

د نوي کال یا نوروز په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د جمهور ریس دویم مرستیال سرور دانش هم ګډون درلوده، هغه وویل چې ددې هیواد خلک د دښمن په فریبونو نه ویشل کیږي.

ښاغلي دانش د ارګ او جمعیت تر منځ په تیرو شویو کشمکشونو خبرې ونه کړې بلکه د افغانستان ګاونډیانو ته یې په خطاب کې وویل چې هیڅکله به د افغانستان خاوره د بل هیواد په زیان استعمال نه شي.

عطامحمد نور د خپلو خبرو په ترڅ کې د تیرو څو کلونو راپور هم وړاندې کړ او د هغو شویو انکشافي کارونو یادونه یې وکړه چې د نړیوالو په مرسته ترسره شوي دي.

د روضې په انګړ کې له رنګینو ټوکرانو جوړه شوې جنډه د جمهور رئیس د دویم مرستیال سرور دانش په قومانده ودرول شوه او هیلیکوپترونو څخه د نوي کال د مبارکۍ د پیغامونو کاغذونه پر راټولو شویو خلکو وشیندل شول.

د ۱۳۹۷ کال په مناسبت د افغانستان حکومتي چارواکو، ملګرو ملتونو، د امریکا سفارت او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلې ده.

ټاکل شوې چې نن د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هم په ارګ د نوي کال په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا وکړي.

هرکال دغه ورځ په افغانستان کې عامه رخصتي وي او د مختلفو ولایتونو خلک یې په خپلو سیمه‌ییزو دودونو لمانځني.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG