د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو (جي ۲۰) د بهرنیو چارو وزیران د جمعې او شنبې په ورځو د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت په مرکز اتلانتا کې غونډه کوي.
د دې دوه ورځنۍ غونډې کوربه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جي شل ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به امریکا او د دې ډلې نور غړي پر هغو جیوپولیټیکي کړکېچونو بحث وکړي چې نړیوال اقتصادي زیانمنوي.
د کښتیو ازاد تګ راتګ، د خوړو او انرژۍ امنیت او د اکمالاتو پر وړاندې خنډونه به د غونډې نورې نورې موضوعګانې وي.
واشنګټن د غونډې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي چې نړیوال امنیت او اقتصادي هوساینه "له یو بل سره تړلي دي".
د جی شل د بهرنیو چارو وزیران به د دې ډلې د رهبرانو د سرمشریزې په اجنډا هم خبرې وکړي. د رهبرانو دوه ورځنۍ غونډه د روان کال د ډېسمبر په ۱۴مه د ولسمشر ډونالډ ترمپ په کوربتوب د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې جوړېږي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس ویلي چې هغه به د اتلانتا په غونډه کې د اوکراین لپاره د قوي ملاتړ غوښتنه وکړي.
جي شل د اروپايي او افریقايي ټولنو په شمول، له نولسو هېوادونو او اورپايي اتحاديې څخه جوړه ده. دغه سرمشریزه د نړيوال اقتصاد د اړوندو سترو ستونزو لکه نړيوال مالي ثبات، د اقلیم بدلون او دوامدار پرمختګ په برخو کې فعاله ده.
فورم \ دبحث خونه