د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: ترهگرۍ ضد جگړه کې تر ټولو ډېره قرباني افغانستان ورکوي


محمد حنیف اتمر وایي "هیڅ یو مسلمان هیواد تر افغانستان ډېر ځوریدلی نه دی او نه یې په ترهگریزو بریدونو کې هغومره خلک وژل شوي دي."
محمد حنیف اتمر وایي "هیڅ یو مسلمان هیواد تر افغانستان ډېر ځوریدلی نه دی او نه یې په ترهگریزو بریدونو کې هغومره خلک وژل شوي دي."

محمد حنیف اتمر په هند کې د آسیا د امنیت په غونډه کې وویل چې افغانستان له پاکستان او نورو هېوادونو سره په داسې سیمه کې پروت دی چې پکې د ترهګرو تمرکز زیات دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار نن دوشنبې د هند د دفاعي مطالعاتو او څیړنو د انسټټیوټ له لوري د آسیا د امنیت په نولسم کنفرانس کې وویل چې جنوبي آسیا ځکه د یوه نړیوال امنیتي ګواښ سره مخامخ ده چې دغې سیمې ته د نړۍ د منظمو ترهګرو پام جلب شوی دی.

ښاغلي اتمر زیاته کړه "د احصایو پراساس د امریکا لخوا د ترهګرو په لست کې د ۹۸ ډلو څخه، شل يي پدې سیمه کې فعالیت کوي او د ټولو هدف یواځې افغانستان نه دی، بلکې هغوئ د افغانستان ور هاخوا اهداف لري"

اتمر زیاتوي "هیڅ یوه مسلمان هیواد تر افغانستان ډېر ځوریدلی نه دی او نه یې په ترهگریزو بریدونو کې هغومره خلک وژل شوي دي. خو په مجموع کې اسلامي نړۍ تر بل هر چا زیات د ترهګرۍ په وړاندې انساني قرباني ورکوي".

ښاغلي اتمر وویل "په تیرو څوارلسو میاشتو کې په افغانستان کې په مختلفو ترهگریزو بریدونو کې لس نیم زره خلک وژل شوي دي او په اوسط ډول په ورځ کې اته ویشت کسان وژل کیږي."

پدې کنفرانس کې د هند د دفاع وزیر پدې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې مبارزې پیل باید د اسیا نه وشي، ځکه دوئ یي تر ټولو ډیر قرباني دي.

د هند د دفاع وزیر منوهر پاریکار وایي د ترهگرۍ ضد مبارزه باید په جنوب اسیا کې پیل شي.
د هند د دفاع وزیر منوهر پاریکار وایي د ترهگرۍ ضد مبارزه باید په جنوب اسیا کې پیل شي.

ښاغلی پریکار زیاتوي "پدې پروسه کې اسیا مرکزي نقش لري. د لسو نه اوه هیوادونه چې ترهگرۍ ډېر ځپلي دي، په اسیا کې دي. او په نړۍ کې د هرو پنځو وژونکو حملو نه څلور يي په اسیا کې کیږي".

پدې کنفرانس کې د آسیا د مختلفو هیوادونو دیپلوماتانو او څیړونکو ګډون کړی دی او د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG