د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: خنډونه لرې شوي، بین الافغاني مذاکرات ژر پیلیږي 


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي هغه خنډونه چې د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې وو، لرې شوي او تر بل هر وخته د خبرو لپاره زمینه مساعده شوې ده.

ښاغلي اتمر د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږې شپږمه) د امریکا د سولې په انستیتوت کې په یوې انلاین غونډه کې وویل، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او ټول هغه کارونه یې کړي چې د سولې لامل کیږي.

له دې سره په یو وخت د افغانستان د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي دي چې بین الافغاني مذاکرات به په راتلونکې اوونۍ پیل شي.

بین الافغاني مذاکرات ټاکل شوې وه د روان میلادي کال د مارچ په لسمه نیټه پیل شوي وای خو د یو شمیر بندیانو د نه خوشې کیدو له امله تر اوسه ندي پیل شوې.

د طالبانو او امریکا د سولې د توافق له مخې چې د فبروري میاشتې په ۲۹ نیټه لاسلیک شو، د افغانستان حکومت باید له بند څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالباانو باید د حکومت ۱۰۰۰ بندیان آزاد کړي وای. خو تر اوسه حکومت ۳۲۰ طالب بندیان ندي آزاد کړي او ۲۰ کوماندو ځواکونه له طالبانو سره دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، تر راتلونکې اوونۍ پورې به پاتې طالب بندیان هم آزاد شي او د هغه په وینا له دې کسانو سره به په مجموع کې د آزادو شویو طالب بندیانو شمیر ۵۶۰۰ کسانو ته ورسیږي.

ښاغلي اتمر وویل، د دولت اصول دادي چې افغانستان یو خپلواک او متحد هیواد وي ، ځمکنۍ بشپړتیا ولري او حکومت یې د دیموکراسي تمثیل وکړي او د بشري حقونو، د میرمنو د حقونو او د اقلیتونو د حقونو تضمین موجود وي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې په خپله ژمنه کلک ودریږي او کوم بندیان چې آزادیږي بیا د جګړې ډګرونو ته ستانه نشي.

که څه هم د دوحې د هوکړې له مخې طالبان باید په کتبي ډول تصدیق کړي چې له خوشې کیدو وروسته جګړې ته نه ستنیږي ، خو یو لړ اندیښنې شته چې خوشي شوي طالب بندیان به بیا د جګړې ډګر ته ستانه شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې بهرني جنګیالي باید له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي اتمر له ټولو نړیوالو او سیمه ایزو متحدینو وغوښتل چې د افغانستان د سولې او اوربند له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې په سیمه کې یو شمیر کړۍ هڅه کوي په افغانستان کې د سولې د بهیر مخه ونیسي. ​

XS
SM
MD
LG