د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او عربستان د علمي او تعلیمي همکاریو تړون لاسلیک کړ


 حنیف اتمر د ساینس او ټیکنالوژۍ په څانګو کې افغانانو ته د مسلکي روزنې د زمینې په برابرولو سره د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې
حنیف اتمر د ساینس او ټیکنالوژۍ په څانګو کې افغانانو ته د مسلکي روزنې د زمینې په برابرولو سره د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې د هغه هیواد د پوهنې له وزیر سره د علمي او تعلیمي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه جنورۍ ۲۲( سلواغې درېیمه) ویلي چې محمد حنیف اتمر د عربستان د پوهنې له وزیر ډاکټر حمد بن محمد آل شیخ سره د پوهنې او روزنې په اړه هم خبرې وکړې.

د بیان له مخې د بهرنیو چارو وزارت حنیف اتمر له عربستان څخه د ساینس او ټیکنالوژۍ په څانګو کې افغانانو ته د مسلکي روزنې د زمینې په برابرولو سره د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې.

د اعلامیې له مخې د سعودي عربستان د پوهنې وزیر ډاکټر حمد بن محمد آل شخ ویلي "موږ غواړو په افغانستان کې د نوي پړاو د پيلېدو په ترڅ کې په يادو برخو کې تاسو سره همکار پاتې شو".

اعلامیه وايي چې نوموړي د لیسانس او ماسټرۍ په برخو کې د تحصیلي بورسونو د زیاتوالي ترڅنګ د افغانانو د مسلکي او تخصصي روزنې لپاره چمتووالی څرګند کړی.

د عربستان د پوهنې وزیر ویلي چې سعودي به د ښوونکو د روزنې، علمې برنامو او د درسي نصابونو په برخو کې کولای شي د نمونو او خپلو تجربو په کارولو سره له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د معلوماتو په اساس د یادې تفاهمنامې په رڼا کې به د دواړو هیوادونو د پوهنې وﺯارتونو مسؤولینو او د محصلینو پلاوو ترمنځ لیدنې او کتنې زیاتې شي او د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د عربي ژبې زدکړې سره لېوالتيا لري، د پام وړ وګرځي.

د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان تر دې مخکې هم په هغه هیواد کې د زده کړو لپاره افغانانو ته بورسونه ورکړي دي او هم یې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG