د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: د جدې غونډې لپاره لا نېټه نه‌ده مشخصه شوې


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د افغان سولې د تر سره کېدونکې غونډې د نېټې په اړه تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ د«مرغومې پر ۱۶مه» د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې سعودي عربستان تر دامهاله د ابوظبۍ د تېرې غونډې ګډون کوونکو هېوادونو ته په دې اړه خبر نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه"راتلونکې غونډه چې د سعودي په کوربتوب تر سره کېږي، سعودي عربستان یې تر دامهاله په اړه تصمیم نه دی نیولی... او له هغو هېوادونو سره چې د ابوظبۍ په غونډه کې ګډون کړی و د وخت او زمان په اړه یې مشوره نه ده کړې، بلنلیک یې نه دی استولی، خبرې یې نه دي کړي او تر اوسه یې همغږي نه ده کړې."

سعودي عربستان تېره میاشت په ابوظبۍ کې د افغان سولې په اړه غونډه کې وړاندیز کړی و چې بله ورته غونډه به په جنورۍ میاست کې په جده کې تر سره شي.

د ابوظبۍ په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو، وسله والو طالبانو، سعودي، اماراتو او پاکستان استازو ګډون کړی و.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ابوظبۍ غونډه ګټوره وبللې وه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ابوظبۍ غونډه ګټوره وبللې وه

د سولې عالي شورا له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو چې د دغه غونډې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو څخه د افغان مذاکره کوونکي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ډاډ تر لاسه نه کړي ګډون ونه‌کړي.​

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سعودي په غونډه کې باید د ابوظبې تجربه تکرار نشي.

افغان حکومت تېره میاشت له وسله والو طالبانو سره د خبرو په هدف د ابوظبۍ غونډې ته د سلام رحیمي په مشرۍ مذاکره کوونکی پلاوی ولېږه، خو طالبانو ورسره ونه لیدل.

ارګ وايي طالبانو په ابوظبي کې سیاسي ماتې وخوړه

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ هم په یوې اعلامیې کې وویل چې د سعودي په راتلونکې غونډه کې به هم د افغان حکومت له استازو سره ونه ګوري.

طالبان وايي په سعودي کې هم له افغان استازو سره نه ګوري

ولسمشر محمد اشرف غني په وارو طالبانو ته له شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز ورکړی، خو طالبان وايي یوازې له امریکا سره د جګړې د ختمولو خبرو ته کښیني.

  • اسلام اباد ته د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي سفر

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري همدارنګه زیاته کړه چې ټاکل شوې راتلونکې سې شنبه د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په مشرۍ یو درې کسیز پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې په دغه څلور ورځني سفر کې به افغان پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او یو شمېر نورو سیاسي او مذهبي مشرانو سره هم وګوري.

نوموړي زیاته کړه:" د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیلولو په برخه کې د پاکستان د عملي همکارۍ جلبول او همدارنګه د افغان سولې د سیمه ییزې اجماع څخه د پاکستان ملاتړ د افغان پلاوي د سفر اصلي هداف دي."

افغان حکومت تل د افغان سولې په برخه کې له پاکستان څخه د عملي‌ اقداماتو غوښتنه کړې ده.

روانه میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې هېواد به یې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG