د لاس رسي وړ اتصالات

استاد عطا: د بلخ ولایت څوکۍ پریښودلو ته چمتو یم


د بلخ ولایت سرپرست نن په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله
د بلخ ولایت سرپرست نن په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله

د بلخ د ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور نن د مزارشریف په ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې په لومړي ځل د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د یو سیاسي جوړجاړي په اړه دمخه خپرې شوې اوازې تائید کړې او ویې ویل چمتو دی چې د ولایت څوکۍ بل چاته پریږدي.

استاد عطامحمد نور وویل د جمهور رئیس غني سره د جمعیت اسلامي ګوند له لارې چې دې یې اجرائیوي رئیس دی په واک کې شریکیدو په اړه په سلا مشورو بوخت دی.

ښاغلي نور وویل " د جمهور رئیس سره چې مو څه مطرح کړي دي دا دي چې د قدرت په قاعدې کې مونږ ونډه ولرو، باید د سترو، سترایژیکو او ملي تصمیمونو برخه واوسو او په ملي او بین المللي مسایلو کې هغه څه چې ایجابوي مونږ د خپلو خلکو ونډه ولرو".

ښاغلي نور وویل، چې جمهور رئیس غني په دې لاره کې یو شمیر ګامونه هم اوچت کړي دي.

هغه وویل " تر اوسه د جناب جمهور رئیس او د ملګري ټیم ځواب یې مثبت دی، مونږ د هغه د ځواب، د چلند او ډاډ څخه راضي یو او یو لړ عملي ګامونه هم اوچت شوي دي".

د بلخ د ولایت سرپرست تمه وښوده چې پاتې نور ګامونه به هم په همدې توګه واخیستل شي.

عطا محمد نور دا ونه ویل چې د جمهور رئیس غني له خوا اقدمات ګوندې د بلخ د ولایت څخه د گوښه کیدو لپاره د ده مخکې له مخکې شرط په توگه مطرح شوي دي.

خو هغه وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند له لارې د جمهور رئیس غني سره تماسونه روان دي.

د بلخ د ولایت سرپرست نن د پنجشنبې په ورځ د مزار شریف په ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه د زیارت د بیارغونې لپاره د یو خصوصي شرکت د پنځه سوه زرو امریکایي ‌ډالرو د مرستې ترلاسه کولو په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله.

دا لومړی ځل دی چې د بلخ د ولایت سرپرست په څرګنده ددغه ولایت له څوکۍ چې د شپارس کالو راهیسې د والي په توګه پرې کار کوي د ګوښه کیدو لپاره خپل چمتووالی ښيي.

په افغانستان کې دوه ولایتونه چې یو یې بلخ او بل یې نورستان دی د تیرو څه دپاسه دوو کلونو راهیسې د سرپرستو والیانو له خوا اداره کیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې د جمهور رئیس غني او د عطا محمد نور اړیکې ښه شوي او جمهور رئیس غني د خپلې واکمنۍ څه باندې دوه کلنه موده کې تیره میاشت د مزارشریف لیدنه وکړه.

د بلخ ولایت سرپرست په داسې حال ددغه ولایت څخه د لاس په سرکیدو په باب دا څرګندونې کړي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن هم د جنرال عبدالرشید دوستم له خوا د انجینر احمد ایشچي د جنسي زورونې د قضیې په اړه په ارګ کې پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو سره سلامشورو ته دوام ورکړی دی.

د ارګ څخه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د دې قضیې په عدلي پلټنو ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG