د لاس رسي وړ اتصالات

عطا: د ملي یووالي حکومت دوه کلن مشروعیت لري


دا لومړی ځل دی چې د بلخ د ولایت سرپرست د ملي یووالي د حکومت د کار د دوام په هکله دا ډول څرګندونې کوي
دا لومړی ځل دی چې د بلخ د ولایت سرپرست د ملي یووالي د حکومت د کار د دوام په هکله دا ډول څرګندونې کوي

داسې ښکاري چې د ښاغلي نور او اجرائیه رئیس عبدالله تر منځ د ملي یووالي د حکومت د مودې پر مشروعیت د نظر اختلاف شته.

د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د یو ښوونځي د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې د ملي یووالي د حکومت د دوام په باب ویلي چې د ملي یووالي د حکومت د کارموده پنځه کاله نه ده.

ښاغلي نور وویل "څوک وغواړي او که ونه غواړي د حکومت دوه کلن عمر پوره کیږي، هغه هم د ګواښونو سره نه شي کیدلی چې ملت وغلول شي، ملت سره ژمنه وشوه چې لویه جرګه جوړوو، د ملي شورا ټاکنې ترسره کوو، ټاکنیز نظام اصلاح کوو د لویې جرګې د جوړیدلو لپاره د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کوو ترڅو د ولسوالیو شورا غړي په لویه جرګه کې برخه واخلي او جرګه مشروعیت پیدا کړي د دغو کارونو یو هم نه دی شوی".

ښاغلي عطا دا څرگندونې افغانستان ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر د هغو خبرو په غبرگون کې وکړې چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د ولسمشر غني سره په خبري کنفرانس کې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ددغه هوکړه لیک د لاسلیک په وخت دی حاضر وو او په دغه هوکړه لیک کې د حکومت د کار ددوام لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې.

عطا محمد نور وویل چې ښه به داوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د حکومت د کاري دورې په باب د څرګندونو پرځای د افغان حکومت له چارواکو د هغوی د تیر یو نیم کال کړنې پوښتلې وای.

استاد عطا محمد نور وویل "کاش چې ښاغلی جان کیري افغانستان ته راغی او د جمهوررئیس صاحب ،اجرائیه رئیس صاحب، بهرنیو چارو وزیر صاحب او د چارواکو سره یې کتنې لرلې، د دې پرځای چې د حکومت د کار ددوام په هکله د دوه کلن هوکړه لیک پرځای په پنځه کاله یې ټینګار کوه، ښه به دا وای چې د دې حکومت کړنې یې ارزولې وای، ښه به وای چې کومې موافقې چې باید په دغو دوو کلونو کې ترسره شوې وې هغه ارزول شوې وای، ددې لپاره چې پاتې پنځه کالو یا پاتې درې کلونو د کار اټکل مو ددغو دوو کلونو کړی وای ".

د بلخ د ولایت د سرپرست د دغو څرګندونو وړاندې د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د وزیرانو د شورا غونډې ته د وینا پر وخت د هغو سیاسي شخصیتونو د څرګندونو په ځواب کې چې د استاد عطا په څیر د ملي یووالي د حکومت کاري دوره دوه کاله ګڼي او په دې نظر دي، چې دا حکومت به د سپټمبر له ۲۹ وروسته خپل مشروعیت له لاسه ورکړي ویلي چې هغه ددغسې سیاسي شخصیتونو په څرګندونو حیران شوی دی.

ښاغلي عبدالله وویل " زه متوجه شوم چې وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کیري، چې د ملي یووالي د حکومت د دورې او د هوکړه لیک د بڼې په اړه خبرې وکړې، داسې مې وګڼله چې یو شمیر زمونږ سیاستوال، زمونږ محترم سیاستوال، تازه یو واقعیت ته متوجه شوي دي، چې زما لپاره په رښتیا د تعجب وړ وو، زما تمه داوه هغوی چې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې غواړي ونډه ولري، چې لږ ترلږه دغه هوکړه لیک یې له نظره تیر کړی وای".

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په سر د ښاغلي کیري له خوا ددغه حکومت د کار د دوام په هکله د څرګندونو وروسته په رسنیو کې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG