د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې یو «ځانمرګی » د هند کونسلرۍ سره ووژل شو


 افغان پولیس
افغان پولیس
د افغانستان په سویلي ښار کندهار کې پولیس وايي یو ځانمرګی برید ګرې د هند قونسلګرۍ ته نژدې وژلی دی، خو لا د دغه ځانمرګي د برید دقیق هدف معلوم نه دی.

د ښار په ډنډ چوک سیمه کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه د ایران قونسلګرۍ موقیعت لري .

د کندهار د والي د دفتر ریس پروېز نجیب وايي چي دوی په ځانګړي ډول نشي ویلای چي د برید هدف به د هند قونسلګري وه ، خو وايي چي دوی لا له وړاندې داسې پټ معلومات درلودل چې ښايي دغه ډیپلوماتیکه سیمه د اورپکو له لوري په نښه شي:

« په مجموع کي د مخالفینو هدف داسي وو چي دغه ديپلوماتیکه سیمه تر هدف لاندي راولي ، هغه وو چي دغه وسله وال ترهګر له پښو غورځول شوی او چاودیدونکو توکو يې چاودنه نده کړې .»

په برید کې یو په نښه شوی ګاډی ( تصویر د امریکا غږ له ارشیفه )
په برید کې یو په نښه شوی ګاډی ( تصویر د امریکا غږ له ارشیفه )

پرون هم یوې ډلې ځانمرګو د کندهار د ملي امنیت د پلټنو پر څانګې برید کړی و چې د چارواکو په خبره یوازې درې بریدګر په کې وژل شوي وي .

اخوا ته د کندهار د امنیت امر سمونوال رحمت الله اطرافي په يوه خبري ناسته کي وويل چي په کندهار کې چمتو درې په نوم پوځي عملیاتو کي يې لس وسله وال طالبان وژلي ، څلور یې ژوبل کړي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي . په دغو عملیاتو کې څلور افغان پولیس هم ژوبل شوي دي:

«له ښه مرغه موږ د "چمتو درې" په نوم عملیاتو کي دښمن ډېر مهم او خطرناک پلانونه شنډ کړي،دغه راز د بېلابېلو درنو او سپکو وسلو تر څنګ له چاودیدونکو توکو ډګ درې موټرسایکلونه ، یو ه ریکشا او ګاډی هم نیولی دی . »

په هلمند کې کې بیا په دوو جلا امنیتي پېښو کې درې ولسیان وژل شوي دي .د هلمند ولایتي ویاند عمرځواک امریکا غږ ته وويل چي نن (۱۳/۳/۱۲۰۱۴) سهار وختي د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان دره کي د ملکي خلګو پر ګاډي د سړک د غاړي ماین چاودني کې د یوې کورنۍ درې غړي ووژل شول .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG