د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې پوځي مرکز باندې برید کې ۱۱ سرتېرې ووژل شول


برید پنځه ساعتونه روان وو
برید پنځه ساعتونه روان وو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د وسله والو په ډله ییز برید کې ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي او ۱۶ تنه نور ژوبل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې برید سهار شاوخوا څلور بجې د قرغې په سیمه کې د ١١١مې فرقې پر یو کنډک وشو.

د وزارت وياند جنرال دولت وزيري امریکا غږ ته وویل چې د دوشنبې( جنورۍ۲۹) سهار شاوخوا څلور بجې چې پنځو وسله والو ترهګرو د قرغې په سیمه کې د ١١١مې فرقې پریو کنډک بريد وکړ او د "برید په پیل کې د کنډک په لومړي قره ول کې دوو بریدګرو ځانونو پورې تړلو چاودیدونکي وچول او درې نورو یې غوښتل د فرقې کنډک جزوتام ته ننوځي،" خو په خبره یې پرېنښودل شول.

جنرال وزيري وویل "دوو وسله والو ترهګرو ځانونه الوځولي، يو يې ژوندى نيول شوى او دوه نور وژل شوي دي". نوموړي وویل په دغه کنډک کې د خپلو سرتېرو د تلفاتو په اړه وويل، چې یوولس تنه وژل شوي او ١۶ نور ټپيان دي.

په ټپیانو کې شپږ یې سرسري ټپیان دي. هغه وايي چې له ترهګرو څلور ميله وسله، يو انتحاري واسکټ او يو ميل راکټ انداز هم نيولي دي.

دا په کابل کې په تېرو لسو ورځو درېيم خونړى بريد دى، چې وسله وال مخالفين يې ترسره کوي.

وروستى بريد دصدارت په څلور لاري کې وو، چې ١٠٣ تنه يې ووژل او ٢٣٥ ټپيان شول. د تېرې اونۍ په لومړۍ کې وسله والو ترهګرو د کانټنينټال پر هوټل بريد کړى و.

XS
SM
MD
LG