د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال اباد په ځانمرگي برید کې د ملي اردو سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې


عکس: ارشیف

د ننگرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي اردو د تالاشۍ پر مرکز ځانمرګي برید کې درې سرتیري وژل شوي دي.

د یکشنې په ماښام شل کم اوه بجې د جلال اباد ښار بهسودو پل ته څېرمه ځانمرګي برید کې د ملي اردو درې عسکر وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطآ الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د اردو سرتېرو موټرې پلټلې د پوځ عسکر پر پیاده ځانمرګي بریګر پوه شوی و، له بریدګر سره غېږ په غېږ شوی و چې چاودنه یې کړې.

خوږیاڼی وايي په پېښه کې د محمد عمر په نوم د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او درې نور زخمیان دي.

هغه وايي دغه پېښه کې یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ ته وویل له دغې پېښې یې روغتون ته درې د ملي اردو د سرتیرو جسدونه او درې نور ټپیان وروړل شوي دي. نوموړی وايي پېښه کې یو عام وکړی هم ټپي شوی.

تر اوسه کوم چا او یا کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې، خو د جلال اباد ښار پدې وروستیو میاشتو کې د وژونکو پیښو شاهد و چې د اکثرو پیښو مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.

دا په جلال اباد کې ملي اردو ته له امنیت سپارولو وروسته لومړنی برید دی چې د پوځ پر سرتېرو کېږي.

XS
SM
MD
LG