د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ملي امنیت ریاست پر روزنیز مرکز برید پای ته ورسید


وسله‌ وال بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.
وسله‌ وال بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په پنځمې امنیتي حوزې کې د ملي امنیت ریاست پر روزنیز مرکز ډله‌ییز برید د دریو وسله‌والو په وژل کیدو پای ته ورسید.

د دغه وزارت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې په برید کې یو پولیس ټپي شوی او بل کوم چا ته زیان نه دی رسیدلی، خو د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې امریکا غږ ته د دغه ریاست د دوو منسوبینو ټپي کیدل تائید کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت معلوماتو پر بنسټ، د وسله‌والو بریدګرو یو کرولا ډوله موټر، چې په کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو، په سیمه کې چوول شوی دی.

مخکیني معلومات

نن سهار شاوخوا لس بجې یو شمیر وسله‌والو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت ریاست پر یو روزنیز مرکز برید کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه بریدګر چې شمیر یې ښايي درې تنه وي، د پولیسو له یونیفارم څخه په استفادې، د ملي امنیت ریاست د روزنیز مرکز شاته د تکانې په ښارګوټي کې یوې نیم کاره ودانۍ ته ختلي او له هغه ځای څخه یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل، چې سیمې ته د چټک غبرګون او ځانګړو ځواکونو قطعات رسیدلي او دا مهال له بریدګرو سره د نښتې په حال کې دي.

ښاغلي رحیمي وویل "سیمه جدي تر کنټرول لاندې ده، ساحه د امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې راغلې ده او امنیتي پلان اوس په دوی (بریدګرو) باندې تطبیق کیږي".

ښاغلي رحیمي په دغه برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه و نه ویل، خو یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د بریدګرو د یو توغندي د ویشتلو په نتیجه کې د ملي امنیت ریاست دوه منسوبین ټپيان شوي دي.

عیني شاهدان وايي، چې په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او لا هم د بریدګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري.

د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG