د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په نړیوال هوايي ډګر کې له یوې چاودنې وروسته چې څو کسان پکې ټپیان شوي، په ریاض کې د متحدو ایالتونو سفارت امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
سفارت د شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۰مه] په خپلې اېکس کې لیکلي: "د امریکا سفارت په ریاض کې پر ملک خالد نړیوال هوایي ډګر د اکټوبر د لسمې نېټې له بریدونو خبر دی او په کلکه د امریکا ټولو اتباعو ته خبر ورکوي چې دغه هوایي ډګر او شاوخوا سیمو ته له تللو څخه ډډه وکړي."
په خبرتیا کې راغلي چې په سعودي عربستان کې د متحدو ایالتونو د دولت مامورین باید په ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوایي ډګر د کارولو لپاره ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.
په ریاض کې سفارت "د امنیتي خطرونو له امله" د یمن له پولې څخه شاوخوا ۳۲ کیلومترۍ لېرې سیمو ته د متحدو ایالتونو د دولتي کارکوونکو سفر منع کړی او د سعودي عربستان ځېنو نورو ولایتونو ته یې تګ راتګ د اجازې ترلاسه کولو پورې تړلي دي.
په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې واشنګټن پر سعودي عربستان د تازه برید څخه خبر دی. ټرمپ د شنبې په ورځ ټینسي ایالت ته له روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په راتلونکو اقداماتو به ژر پرېکړه وشي.
ټرمپ د حوثيانو پر ضد د سعودي د هوايي بمباریو د ملاتړ په اړه وویل چې کیدای شي واشنګټن له ریاض سره ودرېږي. ده زیاته کړه: "کېدای شي. موږ به یې وګورو. موږ ته همدا اوس د وروستي برید په اړه خبر را ورسېد، نو موږ به پرېکړه وکړو. موږ ډېر ژر حرکت کوو"
د سعودي د حکومت رسنیز دفتر او د سعودي د ملکي هوایي چلند ادارې پدې اړه د تبصرې غوښتنو ته سمدستي کوم ځواب نه دی ورکړی.
یو عیني شاهد او د پېښې نه باخبرو کسانو د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض په نړیوال هوايي ډګر کې د چاودنو غږ اورېدل شوی او سیمې ته امبولاسونه رسېدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې مسافران له هوايي ډګره اېستل شوي او پروازونه ځنډول شوي دي.
د شنبې ورځې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ایران د ملاتړ نه برخمنو د یمن حوثي جنګیالیو پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی. تېره اونۍ دوه ځلې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید وشو چې له کبله یې څلور تنه ووژل شول، ځینې ټپیان شول او یوې الوتکې ته سخت زیان ورسېده.
د الوتنو څارونکې وېبپاڼې (فلایټ رادار ۲۴) ښودلې چې ریاض ته تلونکو ټولو الوتکو یا خپل مسیر بدل کړی او یا یې الوتنه ځنډولې ده.
د هوايي ډګر مسؤلینو له مسافرو غوښتي چې له اړوندو هوايي شرکتونو سره خپلې اړیکې وساتي او د الوتنو حالت او جزئیات تعقیب کړي.
د اتحاد او قطر هوايي شرکتونو ریاض ته پروازونه ځنډولې دي. کوېټ هم ورته پرېکړه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه