د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پر ښوونځو بریدونه زیات شوي ـ یونیسف


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره یا «یونیسف» وايي، په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې پر ښوونځو بریدونه دری برابره زیات شوي دي.

یونیسف وايي، د دوی د راپور له‌مخې په تېر ۲۰۱۸ او ۲۰۱۷ کلونو کې په افغانستان کې پر ښوونځیو ۱۹۲ بریدونه شوي په داسې حال چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې په افغانستان کې پر ښوونځو ۶۸ بریدونه شوي و.

د یو نیسف اجرائیوي مدیرې هنریتا فور رویټرز خبري اژانس ته ویلي:"په افغانستان کې د زده کړو بهیر له جګړو او تاوتریخوالي سره مخ دی، پر ښوونځیو بې معنا بریدونه، د ښوونکو وژل، وهل، او اختطاف کول او د ښوونې او روزنې په وړاندې نور ګواښونه هغه څه دي چې د زده کړو په اړه یې د افغان ماشومانو پوره نسل له ناهیلۍ سره مخ کړی دی."

دغه ادارې همدارنګه ویلي چې په تېر ۲۰۱۸ کال کې په ټول افغانستان کې د جګړو او ناامنیو له امله زر ښوونځي تړل شوي چې له امله یې شااوخوا پنځه سوه زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

  • ولې پر ښوونځو بریدونه زیات شوي دي؟

د افغانستان د پوهنې وزارت هم مني چې تېر کال په افغانستان کې پر ښوونځو زیات بریدونه تر سره شوي دي.

دغه وزارت په ۲۰۱۸ مېلادي کال پر ښوونځو د بریدونو د زیاتېدو یو لامل د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال له ښوونځیو څخه د رایو ورکونکو د مرکزونو په توګه استفاده یادوي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نضهت د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې تر دا مهاله ۴۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

نوموړې زیاته کړه: پر ښوونځیو د بریدونو د زیاتوالي یو لامل پارلماني ټاکنې وې،چې په دې ټاکنو کې له ښوونځو څخه د رای ورکونکو د مرکزونو په هدف استفاده کېدل."

اغلې نضهت زیاته کړه چې د پوهنې وزارت ډېره هڅه کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره ښوونځي له سیاسي فعالیت څخه لیري پاتې شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې د ۴۰۰ ښوونځیو د بندېدو له امله سل زره زده کوونکي له زده کړو څخه محروم شوي دي.

د معلوماتو له‌مخې دا مهال په ټوله کې ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان د جګړو او ناامنیو، فقر او یو شمېر نورو لاملونو له امله له زده کړو څخه بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG