د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر د نوم لیکنې په یو مرکز کې چاودنه شوې


لوګر ولایت مرکز کې د دوشنبې په سهار په یو ښوونځي کې، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز هم په کې وو، چاودونه شوې.
لوګر ولایت مرکز کې د دوشنبې په سهار په یو ښوونځي کې، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز هم په کې وو، چاودونه شوې.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې نن سهار د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د مهاجرينو په ښارګوټي کې د ښوونځي يوه برخه، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز هم په کې دی، په بمونو الوځول شوې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ ته وويل، چې بمونه د ښوونځي د انګړه په دروازه کې ځای پرځای شوي وو او نن سهار شاوخوا ۶ بجې چې زده کوونکي لا ښوونځي ته نه ووتللي، الوزځول شوي دي.

شاهپور احمدزي زياته کړه، چې په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ښوونځي کړکۍ او دروازه ماتې شوي او د حويلۍ يوه برخه يې نړيدلې ده.

د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي امريکاغږ ته وويل، چې له پېښې وروسته د ښوونځي له ټولګيو ماتې شوې ښېښې پاکې شوي، زده کوونکو خپلو درسونو او د نوم ليکنې مامورينو دغه پروسې ته دوام ورکړی.

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر دې مرکز د شوي بمي بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د ولايتي چارواکو په وينا د لوګر په مرکز پل علم کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ۲۰ مرکزونه منظور شوي، خو له دې جملې څخه اووه مرکزونه يې د ناامنۍ له کبله له لومړي سره تړلي پاتې شوي دي.

په افغانستان کې د رايې ورکوونکو ډېر مرکزونه په عامه ځايونو په ځانګړي ډول په جوماتونو او ښوونځيو کې جوړ شوي دي.

تېره ورځ په خوست ښار کې په يوه جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په مرکز کې د بمي چاودنې له کبله ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان شول.

د خوست په ښار کې د رایې ورکوونکو پر مرکز د بمي چاودنې مسووليت هم تراوسه چا پرخپله غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG