د لاس رسي وړ اتصالات

پر زر څانګې د برید په تور پنځه تنه ونیول شول


پر څانګې د نوښار په اضاخیلو کې برید وشو
پر څانګې د نوښار په اضاخیلو کې برید وشو

د پښتو ژبې پر سندرغاړې زرڅانګې د خیبر پښتونخوا د نوښار په اضاخیلو کې برید شوی دی.

په پاکستان کې پولیس وايي د برید په تور یې پنځه کسان نیولي دی. د زر څانګې زوی بابو د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې بریدګر پنځه کسان وو او په تبرونو، وسپنو او کوتکونو یې پر هغوی بریدونه وکړل.

برید د شنبې په ورځ( جولاۍ ۲۲) شوی دی چې په کې زر څانګه، دوه زامن، دوه یې لمسیان او یوه نږور یې ژوبل شوي دي.

شک کیږي چې برید د شخصي ستونزو له کبله شوی دی، یو پولیس چارواکي چې خپل نغواړي يې نوم یې یاد شي وویل چې دوی ته ویل شوي چې د زر څانګې زوی له مشکوکو بریدکرو پېسې پور کړې وې او په وخت یې نه وې ورکړي چې هغوی هم په دغه کار لاس پورې کړ.

خو د زر څانګې زوی بابو دا ادعا رد کړه. ډاکټران وايي د زر څانګې او د هغې د کورنۍ د نورو غړو روغتیا ښه ده. زر څانګه د پښتو ژبې سندرغاړې ده ښايي په پښتنو کې لسګونه زره مینوال او اورېدونکي ولري.

دې څه موده مخکې په یوې مرکې کې ګیله کړې وه چې ټول عمر یې "پښتو ته خدمت وکړ،" خو هېڅ ځای یې ونه نیوه.

XS
SM
MD
LG