د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې پر طالبانو بریدونه; دوه طالب او دوه ملکي ‌کسان وژل شوي


د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یو وسله وال برید او پرلپسې چاودنو په پيښو کې لږ تر لږ دوه طالب جنګیالي او دوه ملکي کسان وژل شوي‌دي.

وسله والو کسانو د چهارشنبې په ورځ ۲۲ سپتمبر (تلې۱) د جلال اباد ښار کې د تیلو یو ټانک ته نږدې د طالبانو په یو موټر باندې ډزې کړي دي‌چې پکې دوه طالب جنګیالي او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

ددغې پيښې یو عیني شاهد، عزت الله د اسوشییټد پرس خبري اژانس ته ویلي چې وسله وال کسان له یو ریکشا څخه ښکته شول او په ډزو یې پيل وکړ. هغه وویل چې په دغه پیښه کې دوه طالب جنګیالي او د تیلو د ټانک یو کارکوونکی ووژل شول.

د اسوشییټد پرس د خبري اژانس د راپور په اساس طالبانو دغه وسله وال برید تایید کړی خو وایي چې د پيښې ټول قربانیان ملکي خلک دي.

ددغه وسله وال برید څخه څو شیبې وروسته د جلال اباد ښار کې یو سړک کې ایښودل شوي بم د چاودیو له کبله یو ملکي‌کس او دوه طالب جنګیالي ټپیان شوي او یو ملکي کس وژل شوی دي.

ددغې پیښې یو عینی شاهد، نعمان حسنزی د اسوشیټد پرس خبري اژانس ته ویلي چې دغه چاودنه نن ۱۱ بجو شاوخوا د هغه کور ته نږدې شوې چې پکې ۳ کسان ټپيان شوي‌دي.

همداراز د جلال اباد ښار ته اړونده سیمې کې د یوې بلې چاودنې له کبله یو کس ټپي شوی خو لا معلومه نده چې ټپي شوی ملکي وګړی دی او که کوم طالب جنګیالی.

تراوسه هیڅ ډلې ددغو پيښو مسولیت په خپله غاړه نه دی اخیستی او تر دې وړاندې د جلا اباد په ښار کې د ورته پيښو مسولیت د داعش ډلې په خپلې غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG