د لاس رسي وړ اتصالات

د برما مشره، د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته نه ځي


د بشري حقونو عالي کمیشنر: په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.
د بشري حقونو عالي کمیشنر: په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.

په برما کې له روهینګیایي مسلمانانو سره د تشدد او ناوړه چلند له امله هره ورځ پر آنگ سان سوچي او د هغې حکومت پر څرګندو ناغېریو نیوکې په زیاتېدو دي.

په برما یا میانمار کې چارواکو ویلي چې میرمن سوچي کوښښ کوي پخپل هېواد کې روان کړکیچ او تشدد تر کنټرول لاندې راولي.

همداراز، ملګرو ملتونو بیا له ټولو نړیوالو مرستندویو ادارو نه غوښتي چې د روهینګیايي مهاجرینو لپاره د مرستو د رسولو پراخ عملیات پیل کړي.

ددغو ټولو فشارونو په اوج کې، د برما د مشرې دفتر ویلي چې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې چې راتلونکې اونۍ پیلیږي، ګډون نشې کولې او میرمن سوچي په برما کې د روان تشدد په کرارولو بوخته ده.

میرمن سوچي تیر کال په ورته یوې غونډې کې د روهینګیايي مسلمانانو د بحران په هوارۍ کې د خپل حکومت له هڅو دفاع کړې وه.

خو له هغه وخت څخه تراوسه پورې وضعیت له بد نه بدتر شوی دی داسې چې پر روان تشدد د قومي تصفیي ټاپه وهل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وایي "تیر کال ما خبرداری ورکړ چې د روهینګیایانو له بشري حقونو څخه د څرګندې سرغړونې روان بهیر پر دغه قوم د یوه پراخ او سیستماتیک برید ښودنه کوي او شاید د بشریت پر ضد جرایم ښکاره شي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد د تشدد په اړه د بحث په خاطر بیړنۍ غونډه رابللې ده.

ددغې غونډې له پېلېدو مخکې او بنګلادیش ته د سلګونو زرو روهینګیایانو له مهاجرت وروسته، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مرستیال جورج ویلیم اوکوت اوبوله ټولو ادارو نه غوښتي دي چې د مرستو د رسولو کار نور هم چټک کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمیشنر مرستیال وایي "موږ په پرله پسې توګه د بیړني حالت شاهدان یو. خلاصه زرګونو دغو ماشومانو ته چې تاسې یې دلته وینئ، مېندو ته د هغو خلکو لپاره د لارې برابرول چې بیرته وکولی شي د خپل ژوند اړتیاوي پوره کړي، زموږ ځواب له خواړو څخه تر سرپناه پورې باید قوي وي."

ملګرو ملتونو پرون ویلي و چې ۳۷۰ زره کسان بنګلادیش ته مهاجر شوي خو د یو آن ایچ سي آر مقاماتو ویلي چې دغه شمیر اوس ۴۰۰ زرو ته رسیدلی دی.

دا لا معلومه نه ده چې څومره نور روهینګیایان په په راتلونکو ورځو کې ته بنګلادیش ته پناه راوړي.

XS
SM
MD
LG