د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن کیف ته په ناببره سفر کې له اوکراین سره تازه امنیتي مرستې اعلان کړې 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن پنجشنبه سپتمبر اتمه (وږې۱۷) د اوکراین مرکز کیف ته د خپل ناببره سفر په ترڅ کې له دغه هېواد سره د متحدو ایالتونو نوې امنیتي مرستې اعلان کړې.

ښاغلي بلینکن له اوکراین او د سیمې د ۱۸ نورو هېوادونو سره، چې «اکثریت یې په اینده کې د روسیې له یرغل سره مخامخ» دي، د ۲.۸ میلیارد پوځي مرستو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي وویل: «زموږ تمرکز دا دی چې له اوکراین سره مرسته وکړو چې په دې جګړې کې بریالی شي او موږ دا امنیتي مرستې کوو چې یو وخت راشي د حل د سوله ایزې لارې په لوري حرکت وشي او اوکراین په قوي وضعیت کې دی.»

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن تېره ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه په پام کې لري چې له اوکراین سره د ۶۷۵ میلیون ډالرو تازه امنیتي مرستې وکړي.

په نویو پوځي مرستو کې د هیمرس سیار راکټي سیستمونه، زرهي وسایط، تجهزات او نور شامل دي. په دې سره به له اوکراین سره د امریکا د مرستو اندازه ۱۵.۲ میلیارد ډالرو ته رسي.

ښاغلي استن وویل چې د اوکراین جګړه یوې بلې مرحلې ته داخله شوې ده او په خبره یې اوکرایني ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې ځینې ملموسې لاس ته راوړنې لري. هغه وویل چې د تماس ډله د اوکراین ځواکونو په روزنې او د ضرورتونو په پوره کولو بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پوځ وايي په لومړي ځل یې په کریمیه کې د روسیې په پوځي اډو راکټي بریدونه کړي ‌دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وروستي ځل د امریکا د دفاع له وزیر لوید استن سره د اپریل په ۲۴ اوکراین ته تللی و.

د نړیوالو خیریه سازمانونو د ارقامو په اساس، په اوکراین باندې د فبرورۍ په ۲۴ نېټه د روسیې له پوځي برید راوروسته په اوسط ډول هره ورځ پنځه اوکرایني ماشومان د روسیې په بریدونو کې وژل کېږي. ملګري ملتونه هم دا شمېره تائیدوي.

XS
SM
MD
LG