د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او روسیې ولسمشران غواړي په سمرقند کې وګوري


د چین او روسیې ولسمشران شي جینپینګ او ولادمیر پوتین
د چین او روسیې ولسمشران شي جینپینګ او ولادمیر پوتین

په چین کې د روسیې سفیر اندرې دینیسوف د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) خبریالانو ته وویل ټاکل شوېده ولسمشر پوتین او ولسمشر شي جینپینګ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نیټه د ازبکستان په سمرقند ښار کې وګوري.

ولسمشر پوتین هم دا ملاقات په خپله تائید کړ او په روسیه کې یې د یوې اقتصادي غونډې پرمهال د چین یو جګپوړي قانون جوړونکي لي ژانګشو ته وویل:‌" موږ به نږدې وختونو کې له ولسمشر شي جینپینګ سره وګورو، هیله من یم په سمرقند ازبکستان کې."

که ازبکستان ته د شي جینپنګ سفر ترسره شي، دا به په دوه نیمو کلونو کې د هغه لومړی بهرنی سفر وي.

د چین ولسمشر یوازې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې د کرونا ویرویس تر خپریدو وروسته یو ځل نیمه خپلواک ښار هانګ کانګ ته د یوې ورځې لپاره سفر وکړی وو.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ددغه سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" ستاسې د پوښتنې په ځواب کې، زه څه نلرم چې ووایم."

دغه ملاقات د نړۍ ددغو دوو قدرتونو ترمنځ د روابطو د زیاتیدو ښکارندویي کوي، هغه هیوادونه چې په زیاتیدونکي شکل د غرب په وړاندې واقع شوي دي.

د یادو مشرانو دغه ملاقات به د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې پرمهال په یو حساس وخت کې ترسره شي، او دا به په یو کال کې دویم ځل وي چې سره ویني.

پوتین په اوکراین کې د خپلې جګړې له امله د غرب له اقتصادي‌ او سیاسي فشارونو سره مخ دی او دې کار یاد هیواد منزوي او زړه ور کړی دی.

د چین بیا له غرب سره د تایوان د مسلې او په خپل هیواد کې د ایغور مسلمانانو او نورو اقلیتي ډلو سره د چلند له امله زیاتیدونکی جنجال لري.

پوتین او شي د وروستي ځل لپاره د روان میلادي کال کې په فبروري میاشت کې په بیجینګ کې د اولمپیک لوبو پرمهال او پر اوکراین د روسیې له برید څخه څو اوونۍ مخکې کتلي وو.

د دواړو هیوادونو جمهورو رئیسانو د داسې یوې هوکړې پر لاسلیک هم غور کړی وو چې له مخې به یې ژمنه کوي د هغوی دوه اړخیزې اړیکې به "حدود ونلري".

خو اسوشیټډ پرس لیکلي دا تر اوسه معلومه نده چې د چین ولسمشر شي جینپینګ په هغه وخت کې پر اوکراین د روسیې له برید څخه خبر وو که نه.

XS
SM
MD
LG