د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا د ۱۹ کلنو نړیوال جام اتلولي وګټله


د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې په پای لوبې کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې په پای لوبې کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې یکشنبه فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) د نړیوال جام سیالیو په پای لوبې کې د هند نولس کلنو لوبډلې ته د ۷۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دې جام اتلولي یې وګټله.

دا لوبې په جنوبي افریقا کې کې کیدلې.

د اسټرالیا لوبډلې په پای لوبې کې د هند لوبډلې ته په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړی و خو د هند لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۴م اور کې وسوځیدل او یوازې ۱۷۴ منډې یې وکړلې.

د اسټرالیا او هند د نولس کلنو لوبډلو په روانو سیالیو کې یوه لوبه هم نه وه بایللې.

د اسټرالیا د لوبډلې کپتان هیو ویبګان د لوبې وروسته وویل چې د لوبډلې توپ اچوونکو په بري کې مهم نقش درلود.

هغه وویل، " کوم ډول توپ اچوونکي چې مونږ یې لرو، ډیر ډاډ مو درلود چې ۲۵۰ منډې به ډيرې وي. له همدې کبله هغوي ښه توپ اچوونه وکړه".

د هند د لوبډلې کپتان یودې ساهاران بیا پخپلو لوبغاړو ویاړ څرګند کړ او دا یې ومنله چې د ښه چمتوالي سره سره، هغه شان لوبه ونشوه چې دوي یې هیله درلوده.

دا څلورم ځل دی چې د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډله د نړیوال جام اتلولي ګټي.

د دې جام په ګټلو سره د اسټرالیا درې واړه لوبډلې ، د مشرانو ، ښځینه او د نولس کلنو لوبډلې د کرکټ د نړیوالو جامونو اتلې شوې.

د مشرانو نارینه لوبډلې یې په ۲۰۲۳ کال کې د هند لوبډلې ته د اتلان جام او نړیوال جام په پای لوبو کې ماتې ورکړه. د اسټرالیا د میرمنو لوبډله په اوس وخت کې د شلو شلو اورونو او پنځوسو اورونو اتله لوبډله ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG