د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کښې د پناه غوښتونکو بیړۍ ډوبه شوې


د پناه غوښتونکو یوه بیړۍ چې استرالیا ته روانه وه د اندونیزیا د جاوا په بندري سیمې کښې ډوبه شویده.

چارواکي وایي ژغورونکي لګیا دي د ډوبو شویوکسانو پسې ګرځي.

تر اوسه نده مالوم چې په بیړۍ کښې څومره پناه غوښتونکي سپاره وه خو چارواکو نن د چارشبنې په ورځ وویل چې هغوي لږ تر لږه 150 تنه ژغورلي دي.

چارواکیو همدرانګه ویلي دي چې د دریو کسانو مړي یې هم موندلي دي چې دوه یې ماشومان وو. د ددوي په وینا دا هم نده مالوه چې څومره نور کسان به په اوبو کښې ډوب شوي وي.

د اسټرالیا د سمندري مصؤنیت چارواکي وایي د پناه غوښتونکو دا بیړۍ پرون د سه شنبې په ورځ د اندونیزیا د کب نیونې د یوه کلي نه روانه شوې وه او غوښتل یې چې د اسټرالیا د کرسمس ټاپو ته ځان ورسوي خو د سختو او شدیدو بادونو له وجې په سمندر کښې ډوبه شوله.

د ژغورل شویو پناه غوښتونکو له جملې نه یو شمیر یې ایرانیان او ځیني نور یې عراقیان او د جنوب ختیځي آسیا د هیوادنو اوسیدونکي دي.

پدې تیرو څو کالونو کښې په سل ګونه پناه غوښتونکي چې زیاتره یې افغانان وو، په اوبو کښې ډوب شویدي. دغه پناه غوښتونکي په ډیرو کمزورو او ناقصه بیړیو کښې چې قاچاقبران ترینه ګټه اخلي، د اندونیزیا نه استرالیا ته ځي چې د ډوبیدو چانس یې بیخي ډیر دی.

د اسټرالیا حکومت وایي سږ کال د 15 زرو نه زیات پناه غوښتونکي د بیړیو له لارې اسټرالیا ته ورغلي دي.
XS
SM
MD
LG