د لاس رسي وړ اتصالات

د اسټرالیا د میرمنو کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام وګاټه


اسټرالیا د ۲۰۱۸ نړیوال جام اتلولي وګټله.
اسټرالیا د ۲۰۱۸ نړیوال جام اتلولي وګټله.

د اسټرالیا لوبډلې په پای لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړله او د څلورم ځل لپاره د شلو شلو اورنو د نړیوال جام اتله شوه.

په پای لوبې کې انګلستان د اسټرالیا د لوبډلې لپاره په شلو اورنو کې د ۱۰۵ منډو هدف ټاکلی و چې د شلو شلو اورنو په لوبو کې کم هدف دی. د اسټرالیا لوبډلې وکړی شو چې دغه هدف د لوبې په شپاړلسم اور کې یوازې د دوه لوبغاړو په سوځیدو پوره کړي.

دا لوبې په ویسټ انډیز کې وې.

د میرمنو د شلو شلو اورونو نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې پیل شولې او دا څلورم ځل دی چې د اسټرالیا لوبډله یې اتلولي ګټي. د انګلستان لوبډلې دا جام په ۲۰۰۹ او ویسټ انډیز په ۲۰۱۶ کې ګټلی و.

XS
SM
MD
LG