د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې-امریکا جنجال استرالیا اړ کړه پر سوریې بمبار ودروي


استرالیا د هغه نړیوال ایتلاف غړې ده چې د ٢٠١۴ کال د سپتامبر راهیسې په سوریه کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه کوي
استرالیا د هغه نړیوال ایتلاف غړې ده چې د ٢٠١۴ کال د سپتامبر راهیسې په سوریه کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه کوي

استرالیا نن د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په سوریه کې په موقتي توگه د خپل هوایي ځواک حملې بندوي.

استرالیا دا کار په داسې حال کې کوي چې یوې امریکایۍ جنگي الوتکې د جون په ١٦ یوه سوري جټ الوتکه وویشتله او په غبرگون کې یې د سوریې متحد هیواد روسیې گواښ وکړ چې د سوریې پر هوایي حریم باندې به د امریکا پر مشرۍ ایتلاف الوتکې په نښه کړي.

استرالیا د هغه نړیوال ایتلاف غړې ده چې د ٢٠١۴ کال د سپتامبر راهیسې په سوریه کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه کوي.

د استرالیا د دفاع وزارت یوه اعلامیه وایي دوی به "د سوریې د هوایي حریم حالات" څاري او بیا به د هوایي بریدونو د بیرته پیل کولو په اړه تصمیم ونیسي". خو زیاتوي چې په عراق کې به د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه روان ساتي.

د روسیې گواښ او د امریکا ځواب

امریکا د روسیې هغه گواښ ته سخت غبرگون ښودلی چې وایي په سوریې کې به د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواو الوتکې په نښه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د دو شنبې په ورځ د جون په ١٩ د روسیې د خبرداریو په ځواب کې وویل "مونږ به د خپلو گټو د خوندې کولو لپاره ټول هغه څه وکړو چې ورته اړتیا وي."

د امریکا د دفاع وزارت وایي د جون په ١٦ د سوریې سو ٢٢ جنگي جټ الوتکې د تبقاه سیمې ته نږدې د ائتلاف په قواو بمباري وکړه چې ایتلافي قواوو ورته ځواب ورکړ او هغه یې وویشله.

ښاغلی سپایسر وایي "د سوریې حکومت باید پوه شي چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد ایتلافي قواوې د ځان د دفاع حق لري."

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د امریکا له لورې د سوریې د جنگي الوتکې ویشتل "یرغل" گڼلی دی. د روسیې د دفاع وزارت یوې اعلامیې خبرداری ورکړی چې دوی به د امریکا پر مشرۍ ایتلاف الوتکو ته د هدف په سترگه وگوري او هغه ارتباط یې هم شلولی دی چې د پوځي ټکر د مخنیوي په خاطر فعال و.

دا په داسې حال کې دي چې د سپینې ماڼۍ ویاند وایي واشنگټن به د مفاهمې اړیکه بنده نه کړي.

تر دې دمخه د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزوغ ډانفورت ویلي وو چې چارواکي هڅه کوي چې ارتباطات بیرته احیا کړي تر څو مرگونو پیښو مخنیوی وشي او زیاتوي چې د شخړو د له منځه وړلو هڅو دمخه ښه نتیجه ورکړې ده.

د امریکا پر مشرۍ ایتلاف وایي د روسي قوماندانانو سره یې اړیکه نیولې چې د کړکیچ د مخنیوي ارتباط بېرته پیل کړي.

له بلې خوا د روسیې د سنا د مجلس د دفاعي چارو کمیټې د رئیس مرستیال فرانتس کلنتسیویچ وایي چې د هغه هیواد د دفاع وزارت اعلامیه په دې معنی نه ده چې د امریکا سره به جگړه رامنځ ته شي، بلکه په دې معنی ده چې ماسکو به په خپل متحد سوریې باندې بریدونه ومني.

XS
SM
MD
LG