د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل – کندهار لویه لاره بېرته پرانیستل شوه


د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د کابل - کندهار لویه لاره تیره ورځ ناوخته د ترافیکو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.

د کابل - کندهار لویه لاره وړمه ورځ د وسله‌والو طالبانو له خوا د میدان وردک ولایت په سید‌آباد ولسوالۍ کې په بمونو د یو پُل د الوځولو له امله، د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمن منګل امریکا غږ آشنا ته وویل "د سې شنبې په ورځ ناوخته لویه لاره پرانیستل شوه او موټرو د هیواد جنوب او کابل په لور حرکت وکړ".

تیره ورځ د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو، چې دغه لار یې د افغان دولت د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تړلې ده.

خو دغې ډلې نن په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کابل او کندهار کې د احمدشاه ابدالي د ترانسپورتي شرکت مسولینو هم د لارې بېرته پرانیستل تائید کړي دي.

د دغه شرکت یو مسول حاجي احمدالله امریکا غږ آشنا ته وویل "تیره ورځ ماښام لومړۍ نمبر لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو او زموږ موټرو ته اجازه ورکړل شوه، چې مسافر انتقال کړي".

د کابل – کندهار لویه لاره د افغانستان د جنوب لویدیځ شاوخوا څوارلس ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او د افغانستان یو له مهمو لویو لارو څخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG