د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا،برتانیه او اسټرالیا فیسبوک کې د خلکو شخصي پیغامونو ته لاسرسی غواړي


د امریکا، برتانیې او اسټرالیا چارواکو د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زوکبرګ ته په یو لیک لیږلی او له هغه یې د خلکو شخصي پیغامونو د لوستلو اجازه غوښتې.​

دغه لیک د امریکا لوي څارنوال ویلیم بار، د برتانیې د کورنیو چارو وزیرې پریټې پټیل او د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر دټون لیږلی چې په کې د ټولنیزو شبکو له د اپلیکیشنونو په ځانګړې توګه فیسبوک نه غوښتنه شوې چې دولت ته د ضرورت په وخت کې د خلکو د شخصي مسجونو د لوستلو اجازه ورکړي.

په لیک کې راغلي " مونږ له فیسبوک څخه هیله کوو چې دولت ته دې اجازه ورکړي چې د خلکو شخصي مسجونه د ضرورت په وخت کې ولولي او د end-to-end encryption یا کوډ شویو خبرو قیودات دې د دولتونو پر وړاندې لرې کړي. "

فیسبوک د پنجشنبې په ورځ د خپلې پریکړې دفاع کړې او ویلي چې خلک حق لري چې محرمې خبرې یې هماغسې محرمې پاتې شي. دغه کمپنۍ زیاتوي چې د ضرورت په وخت کې یې تل له ګڼو دولتي ادارو سره تل مرسته کړې.

فیسبوک د وټزاپ په اپلیکیشن کې د end-to-end encryption څخه کار اخلي. مطلب دا چې هره مکالمه چې د دوه کسانو تر منځ کیږي، یواځې دواړه خواوې یې لیدلی شي او بل څوک ورته لاسرسی نه لري. حتی د فیسبوک کمپنۍ هم نه شي کولی دغه محرمې خبرې ولولي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د فیسبوک اداره هڅه کوي چې د اطلاعاتو محرم ساتلو له دغې ټکنالوژۍ څخه په مسنجر او انسټاګرام کې هم کار واخلي.

XS
SM
MD
LG