د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: د انتقال دوهم پړاو ته چمتو یو


عظیمي: د انتقال دوهم پړاو ته چمتو یو
عظیمي: د انتقال دوهم پړاو ته چمتو یو

د دفاع وزارت چارواکي وایي نن سبا د اردو ۸۰ په سلو کې تلفات د سړک د غاړې د ماینونو له آمله دي .

ددغه وزارت ویاند وایي نن سبا یې د ملي اردو ځواکونه د ماینونو په وړاندې د مقاومت په درنو وسایطو سمبال کړي دي.

ټاکل شوې افغانانو ته د دوی د هیواد د امنیتي مسولیتونو د سپارلو دوهم پړاو ډیر ژر پیل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وایي دوی د انتقال دوهم پړاو ته پوره پوره تیار دي خو یوازې د ټاکل شوې مودې انتظار کوي.

په داسی حال کې چې په دې وروستیو کې ډیری افغان ځواکونه د سړک د غاړې ماینونو له وجې د پراخې مرګ ژوبلې سره مخامخ کیږي خو د دفاع وزارت ویاند وایي دوی دا مهال ۵۰۰ داسې نوې ذرهی وسایط را نیولي چې د ماینونو په وړاندې لازم مقاومت لري.

د سړک د غاړې ماینونه هغه پټې بلاوې ګڼل شوي چې د افغانستان په جګړه کې یې بهرنیو او کور دننه ځواکونو ته زیات تاوانونه وراړولي دي او د عظیمي په وینا نږدې ۸۰ په سلو کې تلفات د همدې ماینونو له وجې دي.

کار پوهان او دفاعي چارواکي وایي نن سبا دا ماینونه زیاتره په لاس جوړ شوي توکي دي چې په پاکستان کې یې ترهګر جوړوي او افغانستان ته یې را دننه کوي.

ددې ماینونو په جوړونې کې د امونیم نایتریت مادې نه کار اخیستل کیږی او دا هغه ماده ده چې دوه کارخانې یې په پاکستان کې پرتې دي.

د دفاع وزارت ویاند هم دا مني او پر پاکستان ږغ کوي چې ددې ماینونو د کارونې نه د مخنیوي په اړوند دې د امونیم نایتریت پر فابریکو کنترول وساتي.

د دفاع وزارت ویاند وایي افغان ملي پوخ د سپکو وسلو له اړخه په هغو وسلو سمبال دی چی امریکایی پوځیان یې لري او د دښمن په وړاندې د دفاع پوره چمتو والی لري.

د ایساف ویاند جوزف بلاتز هم دا خبره مني او وایي نن سبا افغان پوځ په مدرنو وسلو سمبال دی او موږ به ددې پوځ سره اوږه په اوږه د افغانستان د ارامه او خوندي راتلونکي لپاره هڅه کوو.

XS
SM
MD
LG