د لاس رسي وړ اتصالات

فضلي: حکومت د طالبانو د لست له مخې بندیان آزاد کړي 


افغان حکومت تر اوسه څه باندې ۳۰۰ طالب بندیان آزاد کړي
افغان حکومت تر اوسه څه باندې ۳۰۰ طالب بندیان آزاد کړي

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز الله فضلي وايي کوم بندیان چې تر اوسه افغان حکومت آزاد کړي، د طالبانو د پنځه زره کسیز لست پر اساس دي.

ښاغلي فضلي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټیم به یوازې د سولې لړۍ پیلوي او له هغه وروسته به د مصالحې عالي شورا چې جګپوړي چارواکي او سیاسي مشران به یې غړي وي، کار پیلوي.

د افغان حکومت دې چارواکي وویل، د سولې د مذاکراتي ټیم د غوره کیدو لپاره ژور بحثونه وشول او بالاخره ۲۱ کسیز ټیم وټاکل شو څو وکړای شي په بین الافغاني مذاکراتو کې د ټولو خلکو نماینده ګي وکړای شي.

عزیز الله فضلي وايي حکومت د طالبانو د لست پر اساس بندیان آزاد کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

XS
SM
MD
LG