د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان پېښې په خاطر، یکشنبه ملي ماتم دی


غره ښویېدنې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یو کلی تر خاورو لاندې کړ
غره ښویېدنې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یو کلی تر خاورو لاندې کړ
افغان حکومت د یکشنبې ورځ ( مۍ ۴) په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی چې د بدخشان په غره ښویېدنې کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غمرازي وکړي .

د چارو ادارې په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې چې جمهوري ریاست پریکړه کړې چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د درناکې او غمړلې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ شریکولو په خاطر د یکشنبې ورځ به په ټول هېواد کې ملي ویر او ماتم وي .

اعلاميي د بدخشان پېښه یو انساني ناورین بللی دی ، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان مړه او تر خاورو لاندې شول او سلګونه کورونه هم ویجاړ شول .

د ولسمشرۍ د دغه فرمان له مخې به د یکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې او له افغانستان نه د باندې د دغه هېواد په ټولو سیاسي دفترونو او سفارتونو کې ملي بیرغ نیم ځوړند وي .

په اعلامیه کې پر ملي سوداګرو او خیریه ټولنو هم غږ شوی چې د بدخشان د پېښې له ځپلو سره مرسته او د هغوی لاسنیوی وکړي .
XS
SM
MD
LG