د لاس رسي وړ اتصالات

د غره ښویېدنې له قربانیانو سره مرستې روانې دي


د مرستې رسونې یوه برخه
د مرستې رسونې یوه برخه
نن یکشنبه ( اپریل ۴) د جمهور ریس حامد کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني شل میلیونه افغانۍ مرسته چې پرون د جمهور ریس د دویم مرستیال له خوا اعلان شوې وه ،هغه کمیسون ته تسلیم کړه چې د اب باریک د سیمې د غرښویېدنې له قربانیانو سره د مرستې په موخه جوړ شوی دی.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي چې یې له دغو مصیبت ځپلو سره د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو سازمان له خوا د خیمو کمپلو او غذايي موادو مرسته شوې ده:

د تاجکستان له خوا هم پنځلس لارۍ موټرې چې په مرستو بار وې او د تاجکستان بیرغ پرې لګیدلی و بدخشان ته په لاره وې، د لارې په اوږدو کې د جنرال دوستم له خوا د اته لاریو کاروان چې د جنرال دوستم لوی لوی عسکونه پرې لګیدلي وو او د زراعت وزارت کاروان هم د پیښې سیمې ته نزدې روان وو. د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن وايي چې دوي ته تراوسه نه ده څرګنده چې جنرال دوستم او د تاجکستان له خوا د سیمې له مصیبت ځپلو سره د څه شي مرسته شوی:

(( د تاجکستان مرستې تخار ته رسیدلي دي چې پنځلس لارې دي خو معلومه نه ده چې په دغو مرستو کې څه شی شامل دي.))

تر اوسه پورې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باریک دسیمې د قربانیانو د قیق شمیر نه دی معلوم، خو چارواکي ګومان کوي چې شاید تر دې يې شمیر زیات شي د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي (نن د سیمې له خلکو سره په دې خبرې وکړې چې باید دغه سیمه کې پلټنې ودرول شي خو هغه خلک چې د کورنۍ ټول غړي يې له لاسه ورکړي او یوازې پاتي دي دا نه مني او ټینګار کوي چې باید جسدونه يې راویستل شي.
هغه زیاتوي چې علماو او مخورو سپین ږیرو ورسره منلی چې دغه سیمه باید د (اب باریک د شهیدانو) په نامه ونومول شي او څلی په کې جوړ شي.)
پر افغان حکومت سربېره، عادي افغانانو او ځینو ګاونډیو هېوادونو هم د بدخشان له پېښې ځپلو سره مرسته کړې ده
پر افغان حکومت سربېره، عادي افغانانو او ځینو ګاونډیو هېوادونو هم د بدخشان له پېښې ځپلو سره مرسته کړې ده

پرون غرمه مهال د سیمې خلکو پخه وچه ډوډۍ د اب باریک مصیبت ځپلو خلکو لپاره راوړه، چې د ماشومانو، ښځو او لویانو پرې شور ګډ شو.

له پیښې یوه ورځ وروسته د اب باریک د بې ځایه شو خلکو لپاره د سرې میاشتې له خوا څو خیمې درول شوې وې خو د موسیساتو له مرستو وروسته د خیمو شمیر زیات شوی و، د پیښې په دویمه ورځ هم له بې ځایه شو او متضررو خلکو ته پخه ډوډۍ ورکول کیده.

د بدخشان د طبعي پیښو سره د مبارزې ریس سید عبدالله همایون دهقان وايي چې موسیسو د سیمې له خلکو سره د خوراکي موادو پاکو اوبو او خیمو مرسته کړې:

(موسیسو دولتي او غیر دولتي ادارو یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې، او سیمې ته يې لیږدولې ده، دغه خلک چې په ازاده فضا کې اوسیږي خیمې ورته ویشل شوي چې له تودوخې وساتل شي.)

همدارنګه د ارګو ولسوالۍ د غرښویدنې له قربانیانو سره له دولتي او د یو شمیر موسیسو له مرستو پرته ځینو دولتي چارواکو او سیاسي کړیو هم مرستې کړې دي. د هیواد په ګوټ ګوټ کې یو شمیر کسانو د بدخشان د ارګو له خلکو سره د مرستو د راټولولو عکسونه په فیسبوک کې خپاره شوي خو چارواکي وايي چې دوي ته تراوسه دغه مرستې نه دي رسیدلي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG