د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان خلکو بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې


د بدخشان خلکو بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې
د بدخشان خلکو بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې

د بدخشان ولایت محلي چارواکي وايي چې د دولت مخالفو وسله والو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې بزګرانو ته خبرداری ورکړی چې که کوکنار ونه کري جریمه به یې کړي .

خاش، بهارک، یفتل، شهدا، وردوج، دره یم، ارګو، تیشکان او کشم د بدخشان هغه ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وينا سږ کال يې بزګرانو یو ځل بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.

خو په بدخشان ولایت کې سیمه ییز چارواکي د کوکنارو د کښت د بیا پیل کیدو مهم لاملونه د اداري واحدونو ډیروالی، د پولیسو د تشکیل کمښت، د کوکنارو د کښت د زیانونو پر وړاندې د عامه پوهاوي لپاره د بودیجې نشتوالی او بزګرانو ته د یو غوره بدیل نه شتون ګڼي.

د بدخشان والي شاولي الله ادیب د وسلوالومخالفانو شتون او په نړیواله کچه د مخدره موادو د نرخونو لوړېدل د کوکنارو کر ته د یادو ولسواليو بزګرانو مخه کول دو نور لاملونو په ګوته کړل:

(( د کوکنارو د کښت د بیا پیل کیدو لومړی دلیل په سیمه کې د وسله والو قاچاق وړونکو او د یو شمیر طالبانو موجودیت دی، یو شمیر خلکو د ځینو ولسوالیو په لرو پرتو غریزو سیمو کې زموږ بزګران په دې تهدید کړي چې که کوکنار ونه کري باید ۴۰ زره افغانۍ جریمه ورکړي))

هغه زیاته یې کړه چې دوی به هڅه وکړي چې په دغو ولسوالیو کې کرل شوي کوکنار مخکې تر دې چې حاصل ته ورسیږي له منځه یوسي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې دوی په هغو ولسوالیو کې چې د کوکنارو کښت په کې کم شوی او یا له منځه تللی وي د بیا رغونې یو شمیر پروژې پیلوي، چې په وینا یې د دغو پروژو په عملي کیدو سره به د سیمې بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل فیض اباد ته د خپل سفر پر وخت وویل په هغو سیمو کې چې د کوکنارو کښت کم نه شي دغه پروژې په کې نه عملي کیږي.

(( که د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې کار ونه کړو، هغه پروژې به له لاسه ورکړو چې په میلونونو ډالر لګښت پرې راځي، او د بزګرانو د اقتصاد سره مرسته کوي، ددغه پروژو هدف د بزګرانو اقتصادي پرمختګ دی، او په هغو سیمو کې عملي کیږي چې کوکنار په کې کم شوي وي.))

هغه وویل چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره بشپړ امکانات لري، او له محلي چارواکو یې وغوښتل چې باید د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې جدي واوسي.

(( د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره پیسې لرو، په تیرو کلونو کې مو د یو هیکتار کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ۱۳۵ ډالره درلودل، خو سږ کال د یو هیکتار د له منځه وړلو لپاره ۲۵۰ ډالره بودیجه لرو.))

ښاغلي مقبل زیاته کړه چې سږ کال یې په هرات، هلمند، کندهار، نیمروز او ننګرهار کې د کوکنارو په سلګونو هیکتاره کښت له منځه وړی او هڅه کوي چې په بدخشان کې د کوکنارو کښت له منځه یوسي.

د فیض اباد قومي مشر غلام محمد اتشپور وايي چې د بدخشان خلک د مجبوریته کوکنارکري. هغه په حکومتي چارواکو غږ وکړ چې باید په دغه ولایت د فقر او بیکارۍ سره مبارزه وکړي.

هغه زیاته کړه:

(( معیشت بدیل په بدحشان کې د منلو وړ نه دی، ځکه چې ډیر کم دی، زموږ خلک کار ته اړتیا لري، چې باید له دې وروسته ایران او پاکستان ته د کار لپاره لاړ نه شي، او له هغو ځایونو معتاد راستانه نه شي.))

خو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وویل چې که په دغه ولایت کې کوکنار یو ځل بیا صفر شي، دوی به یو شمیر هغه پروژې عملي کړي چې له امله به یې د بزګرانو اقتصاد پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG