د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس د آبکمري ولسوالۍ امنیه قوماندان په کمین کې وژل شوی


د " هفت شهید" امنیتي پوستې د بادغیس ولایت د آبکمري د ولسوالۍ په شمالي دوه کیلو مترۍ کې پرتې دي.
د " هفت شهید" امنیتي پوستې د بادغیس ولایت د آبکمري د ولسوالۍ په شمالي دوه کیلو مترۍ کې پرتې دي.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د آبکمري ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال عبدالرسول سکندري نن سهار وختي د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.

د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزازاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن د دوشنبې سهار وختي په دریو بجو د آبکمري ولسوالۍد امنیه قوماندان سمونوال عبدالرسول سکندري د طالبانو په کمین کې د خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی.

بادغیس د والي مرستیال وویل چې په دې برید کې یو پولیس ټپي شوی هم دی.

ښاغلي میرزازاده وویل، د آبکمرۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان د" هفت شهید" په سیمه کې د خپلو نورو سرتیرو مرستې ته، چې د طالب وسله والو له خوا پرې برید شوی وو، په لار وو، چې د کمین سره مخ شو. طالبانو تیره شپه د آبکمريپه ولسوالۍ د " هفت شهید" په سیمه کې د پولیسو پر پوستو ډله ایز بریدونه وکړل، چې په دغو پوستو کې د افغان ځواکونو د مقاومت سره مخ شول.

د " هفت شهید" امنیتي پوستې د آبکمري د ولسوالۍ په شمالي دوه کیلو مترۍ کې پرتې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG