د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان جګړو شپږ زره کورنۍ بې ځایه کړېدي


چارواکي وايي چې ډير ژر به پر بيځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او جامې وویشي.
چارواکي وايي چې ډير ژر به پر بيځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او جامې وویشي.

کوم کسان چې خپل کورونه پرېښي دي د ولایت مرکز، پلخمري ښار ته د خپلو خپلوانو کورونو ته پناه وړې ده.

د بغلان د کډوالو ریاست اداري مرستیال، خال مومن سبحانی امریکا غږ ته ويلي چې دوي اوسمهال ددغو کسانو د پيژندنې بهیر پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تراوسه شاوخوا زر کورنۍ ارزول شويدي چې پنځه سوه ېې د بیځایه شويو کورنیو په توګه ثبت شوي دي.

د بغلان سیمه ییز مقامات وايې چې دوي به ډير ژر پر دغو بيځایه شویو کورنیو باندې د خوراکي توکو او جامو ویشل پیل کړي.

د خلکو کورونه؛ د جګړې میدان

په داسې حال کې چې د طالب جنګیالیو پر وړاندې د افغان امنیتی ځواکونو له عملیاتو پنځه ویشت ورځې تیرې شوي، په بغلان کې امنیتي مسوولین ددغو جګړو د غځیدو لوي لامل د ملکي خلکو خونديتوب ته ددوي پاملرنه بولي.

په بغلان کې میشت افغان ځواکونه امریکا غږ ته ويلي چي طالبان په سیمه کې د عامو خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه ګټه اخلي.

له بلې خوا بيځایه شوي کسان وایي چې دوي تر نورو ډير زیانمن شوي دي.

جبار چې د ډنډ شهاب الدین له سیمې څخه تازه پلخمري ته کډوال شوی له طالبانو غواړي چې جکړه بس کړي.

نوموړي ورته غوښتنه له دولت څخه هم لري او ترڅنګ ېې غواړي چې حکومت خلکو ته د آرامه ژوند چاپیریال برابر کړي: "له دولت څخه غواړم چې آرامي راشي، نور څه وغواړم؟ مونږ سره دې مرسته وکړي."

احمد شکېب دوست، امریکا غږ

XS
SM
MD
LG